د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کېمون د سوریې دپاره د نړیوال استاځي لخدر براهیمي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مخکي لیده کاته وکړل. ددواړو ترمنځ دغونډی د بحث موضوع د سوریې روان بحران و.
دوي دواړو هیله څرگنده کړه چې د نیویارک راتلونکې عالي غونډه به په سوریه کې د عمومی بحران او د بشری وضیعت ښه کیدو ته گټه وکړي. دوي وایي چې دغه بحران د ټولې سیمې امنیت او سوله په خطر کې اچوي.
یو بیان چې د دی غونډې نه وروسته خپور شویدی، وايي دوی دواړو زیاته پاملرنه دې ته ورکړه چې په سوریه کی دغه زیاتیدونکی تشدد څنگه بیان کړي. د حکومت او مخالفینو قواوو، نن په غونډې سوریې کې ، په داسي حال کې جگړې کړیدی چې د ازادې سوریی پوځ اعلان کړیدی چې خپل مرکز د ترکیی نه سوریي ته انتقالوي.
د سوریی د حکومت مخالف مبارزینو وویل لږ ترلږه پنځه ویشت کسه د امنیتی قواوو په ډزو کې وژل شویدی. دا قتلونه د حلب په شاوخوا کې شویدی چه پوځ هلته د سنگرونو نه د یاغیانو د ایستلو دپاره حملې شروع کړیدي.