د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مخالفینو پر حکومت د ډله ایزې وژنې تور لګوی


د سوریې مخالفین د حکومت له خوا قاتل عام چې پړه یې پر حکومتي ځواکونو او ملیشوو وراچول کېږي، غندي. ددغه قتل عام په لړ کې چې ددغه هیواد په شمال لویدیځ سیمه کې په یوه ښار کې رامنځ ته شوی دی، د ریپوټونو له مخې په لسګونو تنه خلګ وژل شوي دي.


د سوریې د ملي ایتلاف غړو ادعا کړې ده چې بشرالاسد ته وفاداره قواووې په دغه ډله ایزه وژنه کې مستقیما لاس لري. ددغه ډله ایزې وژنې په لړ کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسه چې ښځې او ماشومان هم په کښي شامل دي وژل شوي او سوځول شوي دي. پېښه د پنجشنبې په ورځ د بیدا په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په بریتانیې کې میشتې د بشري حقوقو نظارتي ډلې چې خپل معلومات په سیمه کې د بیلابیلو سرچینو له لارې ترلاسه کوي، ویلي دي چې د دوي سره په یاده شوې پېښه کې د لږ تر لږه ۵۰ کسانو د وژل کېدو اسناد موجود دي. یادشوې ډلې خبرداری ورکړی دی چې د مړو شمیر د دې څخه هم ښايي لوړ وي ځکه زیات شمیر مړي د سیمې نه ورک شوي دي.

د بیدا کلی چې په کښي اکثریت سنیان ژوند کوي د بنیاس سیمې جنوب ته موقعیت لري چیري چې اقلیت الوي مذهبي فرقې پیروان ژوند کوي. په خپله بشرالاسد د الوي فرقې مربوط دی. د هغه پرضد دوه کلن پاڅون د اکثریت سني مسلمانانو له خوا رهبري کېږي.


د سوریې ملي شورا د جمعې په ورځ په یوې بیانیې کې پر نړیوالې ټولنې باندي غږ وکړ چې د سوریې په مسله کې دي مداخله وکړي او د ولسمشر اسد د جدي جنایاتو مخه دي ونیسي. په بیانیه کې دغه جرایمو ته د جنګي جنایانو او عامه وژنې خطاب شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر اوباما حکومت د سره پر دې غور کوي چې د سوریې د حکومت مخالفینو ته وسلې ورکړي او که نه. خو ددفاع وزیر وویل چې تر اوسه پوري لا په دې برخه کې پریکړه نهايي شوې نه ده.

دغه انکشافات په داسي حال کې رابرسیره کېږي چې سپینې ماڼۍ څو ورځې مخکي ویلي وو چې داسي شواهد ترلاسه شوي دي چې وايي د سوریې حکومت ښايي په جګړه کې د کیمیاوي وسلو نه کار اخیستی وي. ولسمشر اوباما وویل چې د سوریې دغه اقدام به د سرې کرښې معنی ورکړي.
XS
SM
MD
LG