د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومتي عسکرو د حلب د ښار په لورې پرمختگ شروع کړی


د سوریې حکومتي عسکرو او د هغوي طرفدارو ملیشو د حلب د ښار په لورې پرمختگ شروع کړیدی. په دغه سیمه د اونیو راهیسی حکومتي عسکر هوایي بریدونه کوي.

د سوریې حکومت د یاغیانو نه وغوښتل چې د سیمې نه ووځي او حکومت به هغوي ته د سیمې نه د وتلو لپاره خوندي لاره ورکړي.

د سوریې عسکر چې د ایران شیعه ملیشې او د روسیې پوځ یې ملاتړ کوي، د تیری میاشت د اوربند د ناکامیدو نه ورسته د حلب ښار د نیولو کوشش کوي.

د روسیې عسکرو د هوایي بریدونو نه ورسته ځمکني عملیات پیل کړل. د سوریې حکومت وایي چې د حلب په ختیځي سیمې کې یاغیان پټ شويدي. له بلي خوا صحي کارکونکي وایي چې د حکومت په بمباریو کې روغتونونو ته هم ډیر سخت تاوان رسیدلی دی.

پرون د یکشنبې په ورځ د روسیې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ، سرگي لاروف او جان کیري د سوریې د وضع په هکله ټلفوني خبري وکړی لیکن برتانیې وئیلي دي چې د حلب په ښار کې په روغتونونو د بمباریو نه ورسته د بشار اسد سره د سولې خبري گراني دي.

د برتانیې د بهرینو چارو وزیر بورس جانسن ویل "د بشار اسد د حکومت د خپل ملک د خلکو په خلاف په پرله پسې ډول ظلمونه کوي. د روسیې سره یو ځايي هغوي روغتونونه په نښه کوي چې دا جنگي جنایت دی. دوي ته ښه معلومه ده چې دا روغتونونه دي. او هم په دی وجه د سولې خبري ناممکنه ښکاري".

په برتانیې کې د سوریې د بشري وضع د څار ډلې وایي چې د سوریې عسکرو د حلب د ښار د جنوب په لورې پرمختگ کړیدی.

XS
SM
MD
LG