د لاس رسي وړ اتصالات

د فاطمیون لوا: افغانان په سوريې کې جنګیږي


تر دې دمه یوازې په سوريې کې د ۶۲ شیعه افغانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
تر دې دمه یوازې په سوريې کې د ۶۲ شیعه افغانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سوریي جنګ اوس مذهبي رنګ اخیستی او ورسره بهرني شیعه ګانو او په خاص ډول افغان شیعه ګانو سوريې ته مخه کړې ده؛ ویل کیږي چې دغه جګړه ماران بشارالاسد د وفاداره سرتېرو سره اوږه په اوږه د داعش او نورو مخالفو وسله والو سره جنګیږي.

یو شمېر لویدیځ رسنۍ وايي چې د لسو او ۲۰ زرو ترمنځ افغان شیعه ګان سوريي ته تللي دي؛ سوريې ته د دغو کسانو د تګ په تړاو ډېر جزییات نشته خو ویل کیږي چې، هغوی د مذهبي ځایونو د ساتلو او بشارالاسد د رژیم په پلوۍ جنکیږي.

په واشنګټن کې د امریکا غږ خبریال نجیب احمدیار وايي چې په سوريې کې ښکیله د داعش ترهګره ډله د مذهبي اقلیتونو په وژلو او لرغونو سیمو په ورانولو تورنه ده.

ویل کیږي چې په سوريې تر ورکړل شوې شمېرې ډېر افغانان وژل شوي.
ویل کیږي چې په سوريې تر ورکړل شوې شمېرې ډېر افغانان وژل شوي.

د فاطمیون لوا د افغان شیعه جګړه مارانو د ډلې نوم دی او پاکستاني شیعه ګان بیا د "زینبیون د لوا" ترنامه لاندې راټول شوي او په سوريې کې جنګیږي.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې د راپور په اساس د فاطمیون لوا په سوريې کې د بهرنيو جګړه مارانو دویمه لویه ډله ده؛ ګاردین وايي چې د افغان شیعه جګړه مارانو د استخدام مرکز د ایران په قم او مشهد ښارونو کې دی.

زیات تلفات

د راپورونو په اساس په سوریې کې د افغانانو تلقات ډېر لوړ دي چې مړي يې هم له سوريې څخه د باندې نه انتقالیږي.

په واشنګټن کې د جګړې یوې تحقیقاتې موسسې، لانګ وار ژورنال، د راپور په اساس د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر له میاشتې د ۲۰۱۵ کال تر مارچ پورې لږ تر لږه ۶۲ شیعه افغانان د سوریې په جګړې کې وژل شوي دي.

ایراني رسنۍ وايي چې دغه ۶۲ وژل شوي کسان د فاطمیون لوا غړي دي چې په افغانستان کې جوړه شوې ده او په سوريې کې د شیعه ګانو د سپېڅلیو سیمو او زیارتونو د ساتلو لپاره استول شوي وو.

ویل کیږي چې په سوریې کې د لسو او ۲۰ زرو ترمنځ افغان شیعه ګان جنیګږي.
ویل کیږي چې په سوریې کې د لسو او ۲۰ زرو ترمنځ افغان شیعه ګان جنیګږي.

خو له دې هر څه سره سره، داسې ښکاري چې د فاطمیون لوا د افغانستان په پرتله په ایران کې ډېره فعاله ده.

ازاد افغان خبریال مجتبی جلالي چې په سوريې کې يې د افغان وژل شویو شیعه ګانو د جنازو په مراسمو يې مستند فلمونه جوړ کړي دي، وايي چې تر یادې شوې شمېرې ډېر افغانان په سوريې کې وژل شوي دي.

ښاغلی جلالي وايي له هغه وروسته چې ایران د بشارالاسد په پلوۍ د جګړه مارانو په استولو تورن شو، د افغانانو په جلب او جذب يې لاس پورې کړ او " اوس یوازې او یوازې افغانان" استوي.

نوموړی وايي ډېر افغانان د اقتصادي ستونزو او په ایران کې د دوه ګوني چلند له کبله د څو سوو ډالرو په بدل کې د سوريې په جنګ کې ځانونه وژني.

د داعش ډلې هم څه موده مخکې ځينې ویډيوګانې خپرې کړې چې په کې یو شمېر افغانان په پوځي لباس کې ښودل او په ویډیو کې ادعا شوې چې دغه کسان په جګړې کې نیول شوي دي.

په ویډیو کې نیول شوي کسان په دري غږیږي او وايي چې افغانان دي او له ایران څخه سوريې ته راغلي چې د بشار الاسد د رژیم په پلوۍ وجنګیږي.

پټ فعالیت

تر دې دمه افغان چارواکو سوريې ته د افغان شیعه ګانو د استولو او نه استولو په اړه څه ویلي نه دي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی قیوم سجادي هم په سوريې کې د افغان شیعه ګانو د جنګ او جګړې راپورونه تایدوي خو وايي چې په افغانستان کې د ننه د فاطمیون د لوا له لوري د افغانانو د جذب او جلپ په اړه کوم راپور او شواهد نه دی لیدل شوی.

هغه ټېنګار کوي چې دا ډول فعالیتونه هېڅکله هم د افغانستان د امنیتي ارګانونو له سترګو پناه کېدی نشي.

د ډېرو وژل شویو افغان شیعه ګانو مړي له سوريې د باندې انتقال شوي نه دي.
د ډېرو وژل شویو افغان شیعه ګانو مړي له سوريې د باندې انتقال شوي نه دي.

ښاغلی سجادي د سیمې په هرې جګړې او تر هر نامه لاندې د افغانانو ورګډول او استول د دغه هېواد د ګټو په ضد بولي؛ خو مني چې په ایران کې د افغان کډوالو خراب اقتصادي او ټولنیز حالت دا زمینه برابره کړې چې هغوي په ناپوهۍ سره سوريې ته د جګړې لپاره ولاړ شي.

د سوريې جنګ اوس د سیمې د یوې جګړې رنګ خپل کړی دی؛ د شیعه ګانو په مشرۍ د ایران حکومت د سوريې د علوي شیعه د حاکمیت ننګه کوي، خو سعودي او په خلیج کې د سعودي نور ډېر سوني ملګري هېوادونه بیا په سوريې کې د سوني جنګیالیو ملاتړ کوي.

خو، د دغې جګړې ډېر قربانیان هغه کسان دي چې د اقتصادي ستونزو له کبله او ډېر کم يې د مذهبي احساساتو په اساس سوريې ته ځي او وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG