د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا څخه جنگ ځپلي هیوادونو ته د کډوالو د بیرته تگ لاملونه


سپیرو په سوریې کې پیدا شوی او فوټوګرافر دی. هغه د دمشق په ختیځ کې د جبار په سیمه کې ژوند کوي.

په سوریې کې چې جګړه پيل شوه نو د جبار سیمه یې هم وځپله. سپیرو د خپلې مور سره یو ځای د سوریې د جرمانا د سیمې جنوب ته کډه وکړه.

خو په سوریې کې د جګړې د پراخیدو سره اقتصادي وضعیت خراب شو او سپریو تصمیم ونیوه چې اروپا ته مهاجرت وکړي.

"زما مور ما ته وویل چې اول ته ولاړ شه او بیا ما دروغواړه. ما هم ومنله. [ما وویل] که چیري مو په اروپا کې و نه لیدل، نو زه به بیرته راشم."

سپیرو خپله کمره خرڅه کړه او د سوریې نه ووت، هغه لمړی د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۵ نیټه په الوتکه کې د بیروت نه ترکیې ته ولاړ. د هغه ځای نه یې بیا قاچاقبرانو ته ۱۵۰۰ امریکايي ډالر ورکړل او یونان ته ولاړ.

"موږ د مدیترانیې په سمندرګي کې په یوې کښتۍ کې سپاره شولو چې د ۲۰ کسانو لپاره وه خو په دغه کښتۍ کې ۵۲ کسان سپاره وو."

د ټولو دغه ستونزوسره سره سپیرو ځان تر اتریشه ورساوه. خو هغه اروپا ته د تګ نه پښیمانه و. دا ځکه چې هغه په لاره کې د داسې خلګو سره ملګری وو چې په اصل کې مهاجر نه و او غوښتل یې د مهاجرو په نامه ځانونه اروپا ته ورسوي.

"اروپايان زموږ سره ډیر ښه کوي خو ځینې مهاجر چې اروپا ته راغلي دي په اصل کې مهاجر نه دي. دوی هر څه خرابوي او د مستحقو مهاجرو په اړه، چې زه هم پکښې راځم، منفي نظر پیدا کوي."

هغه وویل چې په هغو مهاجرو کې چې اروپا ته روان وو، ځینې داسې کسان هم وو چې افراطي نظریې یې درلودې. سپیرو وايي چې ده ته د هغوی سره په خبرو کې ور معلومه شوه.

"په اتریش کې په پنځمه ورځ یو کس راته وویل چې مهاجر نه دي بلکې غواړي چې اروپا تسخیر کړي. دوی ویل چې د کافرانو په ملک کې دي. ما ته دا ډیره عجیبه وه چې دوی [اروپایان] موږ ته ډوډۍ، پیسې او صحي خدمات راکوي [او موږ یې په اړه داسې خبرې کوو."

سپیرو په پای کې بیرته جرمانا ته ستون شو. که څه هم د مور او زوی بیرته یو ځای کیدل د دواړو لپاره ډیره د خوشحالۍ شیبه وه خو په سوریې کې، چې جګړه روانه ده، د هغه راتلونکی نامعلوم دی.

XS
SM
MD
LG