د لاس رسي وړ اتصالات

تایوان د جنوبي چین په بحیره کې خپل حق غواړي


د تایوان جمهورریس ما ینگ جیو له ښکیلو غاړو وغوښتل چې له دغې بحیرې په شریکه ګټه واخلي.

د تایوان جمهورریس ما ینگ جیو له ښکیلو غاړو وغوښتل چې له دغې بحیرې په شریکه ګټه واخلي.

د تایوان جمهورریس د چین د جنوبي بحیرې په سر روانې شخړې د حل دپاره د سولې یوه طرحه وړاندې کړیده.

په دې طرحه کې د چین په شمول ټولو اړونده طرفونو نه غوښتل شویدي چې د اوبو دغه برخه چې چین پرې د مکمل یا جزيي واک دعوه کوي، باید د حل دپاره ېې همکاري وشي. دغه اوبه د تیلو ،گازو د ذخېرو او ماهیانو ډکې دي.

د تایوان جمهورریس ما ینگ جیو د چین د جنوبي بحېرې په برخو د واک دعوه کونکو ملکونو په مشرانو باندې غږ کړیدی چې باید د خپلواکۍ شخړې یوې خوا ته کیږدي، او هڅه وکړي چې د دې بحیرې د وسایلو نه گټه واخلي.

په دې وړاندیز کې ویل شویدي چې یو لوری به هم په یو طرفه ډول داسې کوم گام نه اخلي چې شخړې را وپاروي.

تایوان او نور پینځه ملکونه د دې بحیرې په درې عشاریه پینځه میلونه مربع کیلومتیره برخې باندې دعوه لري، چې دا د ایس لینډ نه تر سینگاپوره پورې خوره ده. خو په دې سیمه هغه وخت جنجال راپورته شو چې څه وخت تیر کال چین ورباندې د واک دعوا وکړه او نظامي تاسیسات ېې پکې وکړل او ډیرې برخې ېې د خپل واک لاندې راوستې.

دغه اوبه د تیلو ،گازو د زخیرو او ماهیانو ډکې دي.

دغه اوبه د تیلو ،گازو د زخیرو او ماهیانو ډکې دي.

د تایوان جمهورریس په پایتخت تایپي کې د ارام سمندر د څیړنو په غونډه کې د خپل دغه پلان مهم ټکي بیان کړل.
ده وویل "موږ دې باندې ټینگار کوو چې خپلواکي ویشل کیدی نشي، خو وسایل سره ویشل کیدی شي. نو ښه به دا وي چې خپلواکۍ ته د صدمې رسولو په ځای وسایل سره وویشو."

د تایوان د دغه پلان د اعلان نه مخکې دې نیزدې اونیو کې د تشنج یو شمیر پېښې شویدي،چین تېره اونۍ د امریکا دولت ته په دې سبب شکایت کړی و چې د امریکا یوه څارگره الوتکه د دې جزیرې دپاسه تېره شوې وه. چین دغه عمل پارونکی بللی و.

خو، امریکا ویلي چې دغې څارگرې الوتکې دې جزیرو کې د روانو ابادیو څار کولو او الوتکه په نړیوال فضايي اقلیم کې روانه وه او چین په هغې واک نه لري.

بلخواجاپان هم په دې سیمه کې د چین سره د بحېرې په یوه بله برخه جنجال لري، چې هغه د ختیځ چین بحيره ده. په راتلونکې جولۍ میاشت کې به جاپان خپل څلور سوه عسکر د امریکا او اسټرالیا سره شریکو نظامي تمریناتو کې د گډون دپاره په لومړي ځل لیږي.

جاپان د ویتنام او فلیپین سره د نظامي مرستو دپاره هم وړاندیز کړیدی، دا وخت تایوان، چین،برونايی، ملیزیا، ویتنام او فلیپین د چین د جنوبي بحيرې په ځینو او یا ټولو برخو د واک دعوا کوي.

. دا وخت تایوان، چین،برونايی، ملیزیا، ویتنام او فلیپین د چین د جنوبي بحيرې په ځینو او یا ټولو برخو د واک دعوا کوي.

. دا وخت تایوان، چین،برونايی، ملیزیا، ویتنام او فلیپین د چین د جنوبي بحيرې په ځینو او یا ټولو برخو د واک دعوا کوي.

تایوان چې کوم وړاندیز کړیدی په هغې کې ویل شوي چې ټول ملکونه باید اجازه ولري چې د بشري مرستو،د قدرتي افتونو په وخت کومکونو، او د چاپیریال د ساتنې په هدف دې اوبو کې داخل شي.

په کال ٢٠١٢ کې هم د تایوان مشر د سولې یوه طرحه هم وړاندې کړې وه،چې د چین په ختیځه بحیره کې مسلې حل شي. د بحیرې په دې برخه تایوان،چین او جاپان د واک دعوا لري.

په تایوان ټ کې د څیړنو د مرکز یو مشره ایواني لي وايي چې د تایوان د جمهورریس دا وړاندیز به نورو ته هم دا فکر پیدا کړي، چې تایوان هم خپل حق تسلیمول غواړي.

د تایوان د جمهورریس دا اعلان په داسې وخت کې اوریدل کیږي چې بل کال ته په تایوان کې انتخابات کیدونکي دي، او دا اعلان د واکمن نشنل گوند د بهرنۍ پالیسۍ د معرفي او قوي کولو یوه هڅه بلل کیږي.

خو د تایوان دغه د سولې غږ به د تایوان د حدودو نه بهر ونه ووځي. ځکه چې تایوان د د دې اوبو دعوا کونکو ملکونو سره دیپلوماتیکي اړیکې نه لري.

حتی چې چین د تایوان په خاوره هم د واک دعوا کوي او چین د خپل اقتصادي قوت نه گټه اخلي او د نورو ملکونو نه غواړي چې تایوان سره د یو جلا هیواد په توگه معاملو نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG