د لاس رسي وړ اتصالات

په تایوان کې په لومړي ځل یوه ښځه ولسمشره شوه


نیشنلست ګوند، په ټاکنو کې د خپلې ماتې اعلان وکړ.
نیشنلست ګوند، په ټاکنو کې د خپلې ماتې اعلان وکړ.

د تایوان واکمن نیشنلست گوند، د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې چې د شنبې په ورځ وشول، خپله ماتی منلې ده.

د واکمن نیشنلست گوند کاندید اېریک چو، د رای ورکولو نه څو ساعته وروسته بیانیه ورکړه، د خپلې ماتې په خاطر یې بخښنه وغوښته او خپلې مخالفې د مترقي دموکراتیک گوند کاندیدې، تاسې اینگ وېن، ته یې مبارکي وویله.

ایرېک وویل "مونږ انتخابات بایلودل. مونږ کافي زحمت نه و ایستلی او و مو نه شو کړای چې د رای ورکوونکو هیلې او ارمانونه پوره کړو."

تاسي، لومړنۍ ښځه ده چې د تایوان جمهورریئسه کیږي او د جمهورریئس ما ېنگ جو، په ځای کښیني.

ېنگ جو اته کاله جمهوري ریاست وکړ، او د اساسي قانون مطآبق درېیمه دوره کار نه شي کولی.

رای ورکوونکو چې خوشبیني څرگندوله.

یوه رای ورکونکي لېن سي تاسي، وویل هیله لري چې تاسې اینگ وین په تایوان کې بدلون راولی "وگوره ، کورونه اخیستل څومره گران دي. ته فکر کوې چې ځوانان کورونه اخیستلی شی؟"

چن زو سوان، چې اول ځل یی رایه ورکړې ده، وویل، د خوښۍ ځای و چې هغې ته می رایه ورکوله.

هغه وویل "نارینه د ښځو نه په ټولنه کی لوړ مقامونه لري. که چېری په تایوان کی په لومړي ځل ښځه جمهورریئسه شي نو دا به د نارینه او ښځو ترمنځ اړیکو کې لوی بریالیتوب وي."

ته ده چې د ځوانانو رایې به په دې انتخاباتو کی مهم رول ولری، نه یواځی د جمهورریئس دپاره، بلکه په پا رلمان کی به هم مهم رول ولري، همدغه راز مخالف نیشنلست گوند کېدی شي په لومړي ځل اکثریت وگټي.

XS
SM
MD
LG