د لاس رسي وړ اتصالات

د هوا او چاپېریال ککړتیا د تاج محل اصلي رنګ خراب کړی


تاج محل د مغل واکمنۍ تر ټولو یوه ستره هنري برخه ده چې د هند د معمارۍ او ابادۍ یوه مهمه او تاریخي ودانۍ بلل کیږي.
تاج محل د مغل واکمنۍ تر ټولو یوه ستره هنري برخه ده چې د هند د معمارۍ او ابادۍ یوه مهمه او تاریخي ودانۍ بلل کیږي.

یوې نوې څیړنې ښودلې چې د هوا او چاپېریال ککړتیا په هند کې د تاج محل د مشهورې ودانۍ د مرمرو رنګ ژېړ کړی دی.

په ډیلي کې د امریکا غږ خبریاله ایجانا پارسریچا په خپل راپور کې وايي، د تاج محل د مرمرو د رنګ د ژېړېدو په اړه له پخوا اندېښنه موجوده وه، خو اوس یوې نوې څېړنې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره یو لړ وړاندیزونه کړي دي.

څېړونکي وايي له کلونو راهیسې د ګاډو او د صنعتي فابریکو لوګیو او د چاپېریال ککړتیا د تاج محل گنبته ژېړه او مینارونه یې نسواري کړي دي.
څېړونکي وايي له کلونو راهیسې د ګاډو او د صنعتي فابریکو لوګیو او د چاپېریال ککړتیا د تاج محل گنبته ژېړه او مینارونه یې نسواري کړي دي.

د ۱۷ پېړۍ دغه یادگار د شمالې هند د اگرې په ښار کې دی .

د امریکا د جورجیا د ټکنالوژۍ انستیتیوت د ویسکانسن پوهنتون او د هند د خان پور د ټیکنالوژۍ انسټیوټ شوې سروې، د تاج محل د رنګ د خرابوالي او بدلوالي یو لړعلتونه په ګوته کړي دي.

څېړوونکو د پرسټاین مرمر بېلگې د دوه میاشتو لپاره په تاج محل کې کېښودې او بیا د دغو بیلگو په سر د پرتو دوړیو او لوګیو په اړه یې څېړنې وکړې.

د څېړنې یو برابروونکی پروفیسور اس ان تریپاتي چې د هند د خان پور د انستیتوت سره کار کوي، وای راټول شوي لوګي، دوړې او مواد بېلا بېل دي.

دی وايي " زموږ په ښارونو کې ډېزلي ګاډي ورځ په ورځ زیاتېږي چې غټ ګاډي او لارۍ د دغې ستونزې لومړی لامل بلل کیږي. د تور او اورگانیک کاربن لوګي لومړنۍ منبع ده، خو د فضله موادو سوځول، په ځانګړي ډول په یخ موسم کې چې خلک اورونه بلوي او ځانونه تاودوي، هر څه سوځي، کېدی شي خلک په کورونو کې یوازې لرګي وسوځوي، خو دباندې نور مواد هم سوځول کیږي چې اورگانیک کاربون تولیدوي. "

چارواکو په تېرې لسیزې کې د دغه یاد گار په ٥٠٠ مېتره ساحه کې په ګاډو چلولو بندیز لگولی او داسې هڅې هم شوي چې فابریکو ته صفا تیل وارد کړي، خلکو ته د برېښنا د رسولو په سیستم کې هم سمون راشي چې د ډیزلي جنراتورونو څخه استفاده کمه شي.

که څه هم دغه گامونو اخیستل شوي خوبیا هم په ٢٠١٠ کال کې شوې یوې څېړنې دا معلومه کړې چې د صنعتونو او د نفوس زیاتوالي او ترافیک د اگُرې ښار هوا او چاپېریال نور هم خراب ککړ کړی دی.

په نوي ډیلي کې د چاپېریال ساتنې فعال راتش نانده وايي د تاج محل د ساتلو لپاره باید د څار پرگرامونه پیل شي او په دغه برخه کې نوره پانګوونه هم وشي.

دی وايي " ډېرې څېړنې شوي دي چې تاج محل خپل رنگ له لاسه ورکوي، خو بیا هم کوم داسي عملي کار نه دی شوی چې د دغې ستونزه مخنیوی وشي. د تاج محل د خوندیتوب مکمل میکانیزم باید بدل کړل شی او د چاپیریال د خونیتوب یو پلان باید جوړ شي. "

په ٢٠١٣ کال کې شاوخوا شپږ میلیونه خلکو د دغه یادگار لیدو ته ورغلي دي.

تاج محل د مغل واکمنۍ تر ټولو یوه ستره هنري برخه ده چې د هند د معمارۍ او ابادۍ یوه مهمه او تاریخي ودانۍ بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG