د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي د افغان-تاجک په سرحد کې امنیتي تدابیر زیاتوي


روسیه وايي د سرحد په ساتلو کې به په تاجکستان کې دیره روسي سرتېري هم مرسته کوي
روسیه وايي د سرحد په ساتلو کې به په تاجکستان کې دیره روسي سرتېري هم مرسته کوي

روسیې او تاجسکتان موافقه وکړه چې له افغانستان سره به پر ګډ سرحد امنیتي تدابیر زیاتوي.

د دغه کار هدف له افغانستان څخه تاجکستان ته د تاوتریخوالي د پراخېدو مخنیوی ښودل کیږي. دا خبره د دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین وکړه.

نوموړي وویل "موږ د افغان-تاجک د سرحد په ساتلو موافقه وکړه چې په دې کې په تاجکستان کې د روسیې د پوځې اډې څخه کار اخیستل هم شامل دي".

د رویټرز خبري اژانس وايي ښاغلي پوتین په همدې اړه په دوشنبې کې له خپل تاجک سیال، امام علي رحمانوف، سره هم لیدلي او خبرې کړي دي.

تېرکال تاجکستان له افغانستان سره پر سرحد باندې د خپلو دیره سرتېرو شمېر زیات کړ، تاجسکتان وویل دا کار یې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو، اختطافچیانو او اسلامي دولت ډلې له لوري د ورپېښو امنیتي ګواښونو له کبله وکړ.

خو له افغانستان سره پر سرحد باندې د دغو نویو امنیتي تدابېرو او اقداماتو په اړه ډېر جزییات ورکړل شوي نه دي.

افغانستان له تاجکستان سره سلګونه کیلو مېتره ګډ سرحد لري.

XS
SM
MD
LG