د لاس رسي وړ اتصالات

تاجکستان کې د هیلوکوپترې د لویدلو په پیښې کې 27 عسکر وژل شویدي


تاجکستان کې د هیلوکوپترې د لویدلو په پیښې کې 27 عسکر وژل شویدي
تاجکستان کې د هیلوکوپترې د لویدلو په پیښې کې 27 عسکر وژل شویدي

د تاجکستان امنیتي چارواکي وایی چی پرون د چهارشنبې په ورځ د یوې نظامي هلیکوپتري د رالویدو په پېښه کي د هغه ملک د خاصو قواو ٢٧ غړي وژل شوي دي.

د اردو یوې منبع چي د نامه د ذکرولو نه یې ډډه وکړه وویل چي د ملي امنیت د دولتي کمیټې ( الفا ) د خاصي قوې ٢٠ غړي او د پوځ ٧ عسکر هغه وخت مړه شول چي هلیکوپتره یې د تاجکستان په ختیځ کي د ( رشت ) د غرنۍ سیمي په دره کي راولویده.

د تاجک د ملي گارډ مطبوعاتي دفتر چي ددغي روسي ساخته هلیکوپتري عملیات یې ترسره کول ، په دې پېښه کي یوازي د عملې د څلورو تنو د وژل کیدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چی د هلیکوپتري د رالویدو علت تخنیکي نیمگړتیا وه.

د تاجکستان وسله والو قواو د ( رشت ) په سیمه کي تیره میاشت وروسته له هغه محاربوي عملیات پیل کړل چي د سیپټامبر په میاشت کي یې د موټرو په یوه کتار باندي په پټه حمله کي ٢٨ عسکر ووژل سول. دا سیمه د افغانستان د سرحد نه فقط ٧٥ کیلو متره لیري ده. د ازبکستان اسلامي تحریک چي د القاعدې سره اړیکي لري وویل چی دا حمله هغه کړې ده.

تاجک چارواکي وایي چي د القاعدې غړي او یاغي طالبان چي په افغانستان کي د ناتو په مشري قواو د حملو نه تښتي، کوشش کوي د هغه هیواد نه تاجکستان ته را واوړي.

XS
SM
MD
LG