د لاس رسي وړ اتصالات

تخار: د خوراکي موادو نرخونه لوړ شوي


Lindsay Lohan
Lindsay Lohan

۵۱ کلن محمدیوسف د خواجه غار ولسوالۍ څخه د خوراکي موادو په اخستلو پسې تالقانو ته راغلی، هغه د تالقانو د توت باغ په سیمه کې په څو دوکانونو کې غوړي، وریجې او نورخوراکي مواد بیه کړي خو وايي چې د خوراکي موادو بیې دومره لوړې شوي چې دی یې د اخستلو توان نه لري.

(( د سودا په اخستلو پسې راغلی یم خو هر څه قیمته شوي دي، هر شی چې اخلو ۱۰۰، ۲۰ او یا ۵۰ افغانۍ د روژې په دې میاشت کې قیمته شوي دي. ))

نوموړی وايي چې سوداګر او دوکانداران باید د روژې په میاشت کې د خوراکي موادو نرخونه یو څه راټیټ کړي تر څو د پیسه دارو خلکو تر څنګ غریب او بې وزلي خلک هم خوراکي مواد واخستلی شي.

(( په روژه کې باید د خوراکي موادو په نرخونو کې یو څه تخفیف راشي چې هر څوک یې د اخستلو توان ولري، په ځانګړي ډول مربع، کجورې، قیماق او شیدې.))

همدارنګه د تالقانو ښار اوسیدونکی عبدالمصور چې د یخ په اخستلو پسې بازار ته راغلی وايي:

(( نرخونه ډیر لوړ شوي، په دې روژه کې خو غریب خلک د خوراکي موادو د اخستلو توان نه لري، ښاروالۍ هم د نرخونو کنټرول ته پاملرنه نه کوي.))

محمد اقبال چې د تالقانو په منډیي کې د خوراکي موادو د خرڅلاو دوکان لري هم د خوراکي موادو په ځانګړي ډول، وریجو، غوړیو، نخودو او وړو د نرخونو د لوړیدو یادونه کوي هغه زیاتوي چې د ټولو هغو خوراکي موادو بیې لوړې شوي چې په روژه کې ترې ډیره استفاده کیږي.

دوکاندار محمد اقبال وايي چې د روژې په رارسیدو سره دوکانداران او سوداګر په لوی لاس د خوراکي موادو بیې لوړوي.

(( دا چې روژه راورسیده سوداګر هم د جنس بیه یو پنځه افغانۍ لوړوي او دوکاندار یې هم نرخ لوړوي، دا پر بې وزلو خلکو ظلم دی باید نرخونه راټیټ شي او حکومت باید نرخونه وڅاري.))

خو د تخار د ښاروالۍ مسوولین که څه هم د خورکي موادو د نرخونو څارل خپله دنده ګڼي خو پر دوکاندارانو د نرخونو د کنټرول لپاره د زیات فشار راوړل د ازاد بازار د اصولو خلاف ګڼي.

د تخار ښاروالۍ لوی اداري مدیر سلطان محمد غوثي وايي:

(( هر کال د روژې د میاشتې په لومړیو ورځو کې د خوراکي موادو کمښت محسوسیږي چې ورسره د یې نرخونه هم لوړیږي، خو موږ کوښښ کوو چې د خوراکي موادو نرخونه کنټرول وساتو خو موږ پر دوکاندارانو زیات فشار نه شو راوړلای ځکه چې موږ د ازاد بازار په ازمیښت کې روان یو نو همدا لامل دی چې په دوکاندارانو ډیر فشار نه شو راوړلای.))

غوثي وايي چې بیا هم دوی کوښښ کوي چې د ښار د کنټرول د کمیسون له لارې په دوکاندارانو فشار راوړيٍ چې نرخونه راټیټ کړي تر څو ټول ښاریان په مساویانه ډول خوراکي موادو ته لاسرسی پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG