د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې د پستې حاصلات ډیر شوي


د تخار ولايت د کرنې مسوولين وايي چې سږ کال د دې ولايت د پستې په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی او له اقتصادي پلوه یې سلګونو کورنیو ته ګټه رسېدلې.

پسته يوه ځنګلي مېوه ده، چې نه يواځې په هېواد کې دننه ترې ګټه اخستل کیږي؛ بلکې بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.د تخار د کرنې رييس انجینر محمد سالم ساعي وايي، چې د تېر کال په پرتله د دې ولایت د پستو په حاصلاتو کې دیرش فیصده ډېروالی راغلی دی.،، له نېکه مرغه سږ کال د حمل د میاشتې تر پایه ورښتونه وشو، چې له امله یې په بوټو او ونو باندې د حشراتو او ناروغیو حملې کمې شوې او له بله پلوه مو د پستو ځنګلونه ښه خړوب شول، چې ورسره د پستو حاصلات هم ښه شو. که د تېر کال سره یې پرتله کړو؛ نو دېرش فیصده په کې ډېروالی راغلی. ،،

ښاغلی ساعي وايي چې د تېرو دوو کلونو راهيسې د وچکالۍ او طبيعي پېښو له امله د پستې حاصلات زيانمن شوي وو، خو سږکال یې د پر وخت بارانونو او معتدلې هوا له امله حاصلات ښه شوي دي. هغه زیاته کړه چې سږ کال نه یوازې دا چې د پستې حاصلات ډېر شوي دي بلکې کیفیت یې هم د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی دی.،، په مارکیټ کې هم سږ کال پسته ډېره ده. یو کیلو پسته په ۶۰۰ افغانۍ ده؛ خو تېر کال په ولسوالیو کې د یو کیلو پستې نرخ ۱۰۰۰ افغانۍ و؛ خو که په ۱۰۰۰ افغانیو کیلو وه، بیا یې هم کیفیت ښه نه و.،،

د تخار د کرنې رییس دا ونه ویل، چې په مجموع کې د دغه ولایت د پستو له ځنګلونو څومره پسته راټولیږي، خو زیاته یې کړه چې په تېرو لسو کلونو کې تخاریانو په دومره لویه پیمانه پسته نه وه راټوله کړې. نوموړی وايي چې د پستې اکثره حاصلات بهرنیو هېوادونو ته صادریږي، چې په وینا یې په درملو کې ترې هم کار اخستل کیږي.،، موږ بهرنیو هیوادونو ته د پستې مغز صادروو. هلته له پستې څخه په مختلفو درملو کې کار اخستل کیږي، پسته یو طبي نبات هم دی. چې د پستې د صادرولو له لارې شاید په میلونونو ډالر افغانستان ته راشي، خو دا چې خلک مخکې د پخېدو څخه پستې ټولوي؛ نو ښکاره ده چې دوي خپل او د خپل هېواد اقتصاد په خپله زیانمنوي.،،

انجینر سالم ساعي وویل، چې د پستې ډېرى ځنګلونه په فرخار، رستاق، چاه آب، ینګي کلا او بهارک ولسواليو کې دي چې سږکال يې په ټولیزه توګه ښه حاصلات کړي. د پستو د ځنګلونو تر څنګ اوسیدونکي خلک هم د پستو د سږني حاصلاتو څخه خوښ دي.
د چاه آب ولسوالۍ د انجیز د کلي یو تن اوسیدونکی نورخان وايي چې سږ کال دوي او کلیوالو یې پریمانه پسته راټوله کړې او ښه ګټه یې تر لاسه کړې. ،، موږ دهقاني نه لرو هېڅ هم نه لرو. یوازې دا پسته ده، چې کال په کال یې راټولوو او د کور خرڅ ترې وباسو. سږ کال یو یو کس له لس منه څخه تر ۳۰ منو پورې پسته ټوله کړې. دا موږ ته ډېره ښه ده. که حکومت ورته پاملرنه وکړي نوره ګټه به یې هم راورسیږي.،،

نوموړی وايي چې دوي د خپلې سیمې د پستې ځنګلونه ساتلي، خو زیاتوي، چې د دوی په خوا او شا غرونو کې د نورو سیمو اکثره ځنګلونه وهل شوي دي چې په وینا یې د هغو سیمو خلک اوس د پستو ټولولو لپاره د دوي د سیمې غرونو ته راځي.

نورخان وايي چې حکومت باید د پستې ځنګلونو ته پاملرنه وکړي او د هغې د له منځه تللو مخه ونیسي.د تخار دکرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د جګړو په کلونو کې د تخار د پستو ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي. خو زیاتوي چې دا وخت دوي د ځنګلونو د وهلو مخه نیولې ده. او هڅه کوي چې له منځه تللي ځنګلونه دوباره ورغوي.
عزت الله پامیر- تالقان
XS
SM
MD
LG