د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار کې د کانکور آزموینه


په تخار کې د کانکور آزموینه
په تخار کې د کانکور آزموینه

د تخار د پوهنې ریاست ویاند محمد ابراهیم فیاض وايي چې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې ۵۲۱۲ کسان ګډون لري. ٣۴٧٥ هلکان او ۱۷۳۷ یې جینکۍ دي.

د کانکور د ازموینې یوه ګډونواله لیمه ناصري وايې چې کانکور ازموینې ته یې ډیر تیاری نیولی هغه وايي هیله لري چې د تخار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي ته به بریالۍ شي. "زما لومړنی انتخاب د تخار پوهنتون دانجنیرۍ پوهنځی دی، ما درس ویلی او ازموینې ته مې تیاری نیولی که بیا هم بریالۍ نه شم راتلونکي کال ته به کوښښ وکړم، چې د خپلې خوښې پوهنځي ته راشم"

بینظیره د کانکور یوه بله ګډونواله ده هغه وايي چې که دا په کانکور کې بې نتیجې پاتي شي په خصوصي پوهنتون کې به خپل تحصیلات پیل کړي.

"زه د کانکور په ازموینه کې یم، طب پوهنځی مې خوښیږي، خو که خدای مه کړه ورته بریالۍ نه شوم نو کورنۍ مې راسره وعده کړې چې په خصوصي پوهنتون کې به مې داخلوي"

د کانکور ددغې ازموینې یو بل ګډونوال محمد نعیم بیا د لوړو زده کړو له وزارت څخه غواړي چې ډیر ځوانان پوهنتونونو ته جذب کړي، او له حکومت څخه غواړي چې د پوهنتون څخه فارغانو ته باید د کار روزګار زمینه برابره کړي تر څو هغه محصلین چې نوي پوهنتونونو ته لار مومي په ډاډه زړه زده کړې وکړي.

په تخار کې د کانکور د ازموینې اکثره ګډونوالو د خپلې خوښې پوهنځيو ته د بریالتوب هیله درلوده، خو دا کار ورته یوازې د خوب لیدل ښکاریدل، دوی ویره درلوده چې زیات شمیر به یې بیا هم لکه د تیرو کلونو په څیر بې نتیجې پاتي شي.

XS
SM
MD
LG