د لاس رسي وړ اتصالات

ډیر افغانان اوس هم په جرګو شخړې هواروي


ډیر افغانان اوس هم په جرګو شخړې هواروي
ډیر افغانان اوس هم په جرګو شخړې هواروي

د سولې او پیوستون لپاره د همکارۍ موسسه د اروپایي اتحاديې په مالي لګښت د افغانستان په شمال کې کوښښ کوي چې داسې شوراگانې جوړي کړي چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي.

تر اوسه پورې د تخار په مرکز او شاووخوا سیمو کې ۴۵ کلیوالي شوراګانې جوړې شوي، چې د سیمې د خلکو تر منځ موجودې دعوې او شخړې حل کوي.

په تخار کې ددغې موسسې مسوول عمادالدین ملکزی وايي چې د دغه شوراګانو غړي په خپله د سیمې د خلکو لخوا ټاکل شوي، چې په وینا یې دوی بیا د دغو شوراګانو غړو ته د منازعاتو د پیژندلو او د هغې د حل کولو د مهارتونو په خاطر ورکشاپونه او زده کړې ورکړي.

"په دغو ورکشاپونو کې باید د شوراګانو غړي، منازعات او د هغې څرنګوالی وپیژني، سوله باید وپیژني، او په دې باید وپوهیږي چې سوله څه ډول راتلای شي او څه ډول باید وساتل شي، او تر څنګ یې دوی دا هم زده کوي چې د کور کلي منازعات باید څه ډول حل کړي"

ملکزی وايي چې د دغو شوراګانو په غړو کې سیمه یز مخور، دیني عالمان، ښوونکي او د سیمې با نفوذه خلک شامل دي.

د دغو شوراګانو او جرګو په جوړیدو سره د سیمې زیات شمیر خلک د خپلو جنجالونو د حل په خاطر همدغو شوراګانو ته ورځي، دوی وايي چې له یوې خوا یې جنجالونه په ډیر لږ وخت کې حل کیږي، او له بل لوري یې لګښت هم نه کیږي.

د بهارک ولسوالۍ د چپرقشلاق د کلي اوسیدونکی معلم عبدالغني چې ښځې ته یې وروڼو د پلار په میراث کې حق نه ورکاوه، خپله دغه لانجه یې د حل لپاره د سیمې شورا ته وړاندې کړې وه، هغه وايي چې د شورا غړي په دې وتوانیدل چې دده اوښي ګان دې ته تیار کړي، چې د خور حق یې ورکړي او د لانجې د اوږدیدو مخه ونیسي.

"قومیانو مو تر منځ سوله وکړه، زموږ برخه ځمکه چې دوه نیم بیسوې کیدله هغه یې موږ ته راکړه، او لانجه حل شوه"

د بهارک ولسوالۍ د بدخشي بالا د کلي او سیدونکی محمد نظر هم یو له هغو کسانو څخه دی چې دغو شوراګانو یې یو جنجال حل کړی، هغه وايي چې دوه کاله وړاندې یې ځوی ته کوژدن کړې وه، چې په وینا کله چې دوی واده ته تیاری ونیوه خیښانو یې د واده له ورکولو انکار کاوه او بهانې یې کولې هغه وايي چې ډیره هڅه یې وکړه چې دغه جنجال په خپله حل کړي خو زیاتوي چې کومه ګټه یې ونه کړه.

"له لسو ځلو زیات مو ترې د واده غوښتنه وکړه، خو راسره یې ونه منله او بالاخره یې له مهر پرته نورې ډیرې پیسې هم غوښتلې"

محمد نظر وايي چې په همدې خاطر یې د خپل کلي شورا ته مراجعه وکړه چې په وینا یې دغې شورا د خپل نفوذ څخه په استفادې ددوی جنجال حل کړ.

" د کلي سپین ږیرو زموږ تر منځ پریکړه وکړه، موږ هم خپله ناوې را واده کړه اوس خوشحاله یو"

د بهارک ولسوالۍ د ابتدایه محکمې ریس قاضي خیرالله هم ددغه شوراګانو لخوا د وړو او عادي منازعاتو حل کول یو نیک کار ګڼي او وايي چې په دې سره په دوی باندې د کار د زیاتوالي مخه هم نیول کیږي، او دوی د جدي مسایلو څیړلو او پرې حکم کولو ته مناسب وخت پیدا کوي.

د نوموړي په وینا په هغه صورت کې چې که منازعه کوچنۍ هم وي، خو چې دوی ته یې عریضه کړي وي بیا دوی د خپل پروسیجر له مخې نشي کولی چې هغه مسترد کړي او باید ورته رسیده ګي وکړي.

د یادونې وړ ده چې د سولې او پیوستون لپاره د همکارۍ موسسه د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د انسټیټوټ USIP په مالي مرسته د رسمي او غیررسمي عدالت تر منځ د اړیکو د رامنځ ته کولو کوښښ کوي.

XS
SM
MD
LG