د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار کې وسله والو یو هالنډی تښتولی


په تخار کې وسله والو یو هالنډی تښتولی

په تخار کې وسله والو یو هالنډی تښتولی

پیټر براون د سټریمز په نامه د یوې طبي موسسې کارکوونکی دی، چې د معیوبینو او معلولینو سره یې په روغتیایي برخه کې مرستې کولې.

براون غوښتل له تالقانو څخه کندوز ته لاړ شي، چې د لارې په اوږدو کې د کندوز ولایت سره نږدې د بنګي په سیمه کې د یو پنځه کسیزې وسله والې ډلې لخوا له موټروان سره یو ځای وتښتول شو.

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي ددغه هالنډي د برمته کیدو په اړه اشنا راډیو ته وویل: "پیټر کندوز ته روان و چې د تخار او کندوز په منځ کې یوې پنځه کسیزې وسله والې ډلې اخطتاف کړی، هغه دا وخت دغې وسله والې ډلې د کندوز ولایت خان اباد ولسوالی ته انتقال کړی دی".

نوموړي د پیټر د تښتوونکو په اړه وویل:"دا به له څیړنو وروسته معلومه شي، چې طالبانو تښتولی او که کومې بلې ډلې، خو تښتوونکي زموږ د ملي امنیت د کارکوونکو دتعقیب لاندې دي، او که زمینه برابره شوه د هغه د خلاصون لپاره به اقدام وشي".

د والي ویاند توحیدي وایي چې د براون د خلاصون لپاره هڅې روانې دي، او زیاتوي چې ددوی امنیتي ځواکونه کوښښ کوي چې دغه سړی ژر تر ژره د برمته کوونکو له منګولو وژغوري.

دا لومړی ځل دی، چې په تخار ولایت کې وسله والو یو بهرنی برمته کړی دی.

XS
SM
MD
LG