د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې د بریښنا واړه بندونه


تخار کې د بریښنا واړه بندونه
تخار کې د بریښنا واړه بندونه

د تخار ولايت په یو شمیر سیمو کې د كليو د پراختيا رياست او ځينې نادولتې موسسو د اوبو د بريښنا واړه بندونه جوړكړي، چې د دغو سیمو زيات شمير خلك يې له بريښنايي استانتياوو برخمن كړي.

فرخار هم یوه له هغو ولسواليو څخه ده، چې نږدې نیمايي اوسيدونكي يې د اوبو د کوچنیو بندونو له بریښنا ګټه اخلي.

دفرخار ولسوال مولوي عبدلعزيزوايي، چې، له پنځوكلونو راپدېخوا په دې ولسوالۍ كې د برېښنا شاوخوا۵۰ بندونه جوړشوي دي، چې په وینا یې له امله یې د دغې ولسوالۍ ۴۵ فیصده اوسیدونکي د بریښنا له اسانتیاوو برخمن شوي دي.

(( موږ په فرخار كې له ۵۰ زیات د برېښنا پروژې لرو، چې د كليو پرختيا وزارت او ملي پيوستون دلته ښه كارونه كړي، هغو كليو كې چې اوبه وې، هلته د برېښنا بندونه جوړشوي اواوسيدونكي يې له برېښناڅخه ګټه اخلي.))

هغه په دې ولسوالۍ كې دجاپان له خوا د بریښنا د يو بند د جوړېدو خبره هم وكړه، چې په بشپړيدو سره به د سيمې شاوخوا دوه زره كورنيو ته برېښنا وويشي.

ولسوال زياتوي د اوبو د برېښنا پر دغه بند، چې يونيم كال پخوايې دجوړېدوچارې پيل شوي، دوه مليونه امريكايي ډالره لګښت راغلي، چې په وينايې په نږدې وختونو کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

مولوي عبدالعزيزهمدارنګه وايي، چې ددې بند په جوړېدو سره به د خلكو په اقتصادي ژوندكې ښه بدلون راشي:

((كه خداى كول دلته به د ميوو لپاره سړې خونې جوړې شي، چې د سيمې ميوې په كې وساتل شي او په معينه وخت به په بازار كې وپلورل شي او د خلكو په اقتصاد هم ښه اغېزه كوي، په دې مانا چې بیا به خلك دتيلو اوګازو سيزلو ته نه اړكېږي، له ۲۴ ساعته برېښناڅخه برخمن كیږي اورسره د خلكو اقتصاد هم ښه كېږي.))

مزار شیخ د فرخار ولسوالۍ یو له هغو کلو څخه دی چې د ملي پیوستون له لارې ورته د بریښنا یو کوچنی بند جوړ شوی، د دغه کلی یو تن اوسیدونکی منیر احمد وايي دغه بند د دوی د کلي ټولو کورونو ته بریښنا ورکړې، هغه وايي:

(( د پنځه – شپږو كلونو په اوږدو كې چې ارامي رامينځ ته شوې ده ډېرشميرموسسې دلته راغلي .مونږ ډېر خوشاله يو، هغو سيمو كې چې اوبه وې د اوبو بريښنا او د هغو سيمواوسيدونكو ته چې اوبه په كې نه وې سولرونه ورته وركړل شوي دي. زموږ خلك خوښ دي. موږ كولى شو چې له دې بريښنا څخه ډېره ښه ګټه پورته كړو او زمونږ په اقتصاد هم ښې اغيزې كوي.))

همدارنګه د فرخار یو بل اوسیدونکی سید احمد وایی: (( پخوا به موږ د لاټین رڼا ته درس وایه خو اوس موږ د برق رڼا ته درس وایو ځکه موږ ته ملی پیوستون د بریښنا بند جوړ کړی.))

بریښنا د ژوند یو له مهمو اړتیاوو ګڼل کیږي، چې دا وخت ترې د افغانستان ډیر شمیر اوسیدونکي بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG