د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې د دوو پخوانیو جهادي قومندانانو جګړه نښتې


تخار کې د دوو پخوانیو جهادي قومندانانو جګړه نښتې

تخار کې د دوو پخوانیو جهادي قومندانانو جګړه نښتې

چارواکي وايي چې دغه جګړه تېره ورځ د فرخار ولسوالۍ د خرم آب په سیمه کې د جمیعت اسلامي د ګوند د دوه سیالو قوماندانانو تر منځ رامنځ ته شوې ده، چې لا تر اوسه دوام لري.

په جګړه کې د یو پولیس په ګډون درې کسه وژل شوي او اته کسه نور ټپیان شوي دي.

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي وايي چې قوماندان عبدالاول او قوماندان عبدالقهار په خپلو کې له پخوا دښمني درلوده چې په وینا یې د پخوانیو دښمنیو له امله یې یو ځل بیا په جګړه لاس پورې کړی دي، هغه امریکا غږ اشنا رادیو ته په تلیفوني خبرو کې وویل چې په دغه جګړه کې درې کسه وژل شوي اواته کسه نور ټپیان شوي، توحیدي وايي چې په وژل شوو او ټپیانو کې درې کسه پولیس هم دي.

توحیدي وايي چې سیمې ته د جګړې د کرارولو او څیړنې په موخه د ولایت، ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ یو ګډ حکومتي پلاوی تللی چې د فرخار د ولسوال مولوي عبدالعزیز په وینا دغه پلاوی دا وخت د سیمې د قومي مشرانو او نورو مخورو سره ددغې جګړې د کرارولو په موخه په سلا مشورو بوخت دی.

ولسوال عبدالعزیز: (( دغه دوه غیر مسوول قوماندانان دي له پخوا یې د یو بل سره دښمني درلوده، فرخار ته راغلی حکومتي پلاوی هڅه کوي چې په لومړي قدم کې هغوی د سپین ږیرو او مخورو په منځګړتوب له خپلو سنګرونو را کوز کړي که ونه شو بیا به بل تصمیم نیسي.))

په فرخار ولسوالۍ کې د پخوانیو قوماندانانو تر منځ دغې جګړې د سیمې اوسیدونکي په ویره کې اچولي دي. دوی وايي چې حکومت ته په کار دي چې دغه نا قانونه وسله والې ډلې بې وسلې کړي تر څو ددغسې جګړو او ناامنیو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د طالبانو د نظام د له ړنګیدو وروسته افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د افغانستان د پخوانيو وسله والو قوماندانانو د بې وسلې کولو په موخه یو پر بل پسې د ډي، ډي ار او ډایک د بې وسلې کولو پروسې پیل کړې، خو د یو شمیر افغانانو په نظر دغه پروسې بریالۍ نه وې د دوی په وینا اوس هم ډیری پخواني جهادي قوماندانان وسلې لري چې کله نا کله د دغسې خپل منځي جګړو لامل ګرځي.

د فرخار ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکې وايي چې د دغه دوه ناقانونه وسله والو قوماندانانو تر منځ له کلونو، کلونو را پدیخوا وسله والې نښتې کیدلې چې له امله یې د دواړه لوریو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې وې.

دوی زیاتوي چې جنرال داوود داوود او مل پاسوال شاه جهان نوري د دغه شخړو په کرارولو کې مهم نقش درلود خو اوس چې دغه دواړه وژل شوي د سیمې اوسیدونکي په ویره کې دي چې که حکومت په فرخار کې د دغه جګړو مخه ونه نیسي کیدای شي د یادې ولسوالۍ امنیتي حالت به نور هم کړکیچن شي.

XS
SM
MD
LG