د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار کې سیمیز پولیس جوړیږي


په تخار کې سیمیز پولیس جوړیږي
په تخار کې سیمیز پولیس جوړیږي

د تخار په یو شمیر هغو ولسوالیو کې سیمیز پولیس جوړیږي، چې ددولت وسله وال مخالفین په کې فعالیت کوي.

د تخار ولایت حکومتي چارواکي وايي چې دغه سیمیز پولیس به په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ګټور ثابت شي.

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي وايي چې دوی په درقد، خواجه غار، خواجه بهاوالدین او ینګي کلا ولسوالیو کې د محلي پولیسو د جوړیدو پلان لري، چې په وینا یې په نږدې ورځو کې به ددغو پولیسو د جوړیدو کارونه پیل شي.

"په هغو سیمو کې چې مخکې په کې ناامني وه په راروانو څو ورځو کې هلته محلي پولیس ایجادیږي، دغه پولیس د ځانګړو شرایطو په درلودلو سره د کلي د انکشافي شوراګانو، سپین ږیرو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په ضمانت نیول کیږي، دغو محلي پولیسو ته د ځانګړي یونیفارم تر څنګ کافي معاش ورکول کیږي، او هغوی مکلف دي چې ټول هغه قوانین چې د افغانستان په ملي پولیسو عملي کیږي، هغه ومني"

د تخار د ولایتي شورا یو تن غړی حاجي جمشید د محلي پولیسو جوړیدل د امنیت د ټینګښت لپاره ګټور ګڼي، خو د سیمې له خلکو غواړي چې باید پاک او صادق ځوانان د محلي پولیسو لپاره وټاکي، هغه چې په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یې یوې قومي غونډې ته خبرې کولې وې ویل:

"موږ باید خدای مه کړه غله، لاروهونکي او یا نور مجرمین په محلي پولیسو کې ونه نیسو چې بیا پرې سبا ته پښیمانه یو، زما غوښتنه داده چې زموږ سپین ږیري باید د پاکو او صادقو خلکو ضمانت وکړي، ځکه چې که سبا دغه پولیس کومه ستونزه جوړه کړه همغه څوک به یې ځواب وایي چې ضمانت یې کړی وي"

په تخار کې سیمیز پولیس جوړیږي
په تخار کې سیمیز پولیس جوړیږي

د خواجه بهاوالدین د مومندو د کلي د اوسیدونکی عبدالرحیم په نظرکه ددوی په سیمه کې محلي پولیس هم د ملي پولیسو په څیر د یو ځانګړي قوم څخه ونیول شي، نو په وینا یې نه یوازې دا چې امنیت به ټینګ نه شي کړای بلکې د امنیت په وړاندې به نور لوی خنډونه هم ایجاد کړي، هغه وايي محلي پولیس به هغه وخت د امنیت په ټینګښت کې مثبت رول ولري، چې دده په وینا په سیمې کې د ټولو شته قومونو ځوانان په کې پرته له کومه تعصبه ونیول شي :

"که ښه خلک په کې ونیول شي، بیا کولی شي امنیت راولي، او د جګړه مارو مخه نیولی شي"

د ینګي کلا ولسوال عبدالدیان هم د محلي پولیسو جوړیدل د امنیت لپاره ګټور ګڼي او په اړه یې وايي: "موږ تر اوسه محلي پولیس نه دي جوړ کړي، خو وعده یې راکړی چې په لومړي قدم کې باید درقد او بیا په ینګي کلا ولسوالۍ کې محلي پولیس جوړ شي، که محلي پولیس جوړ شي تر ۷۰ فیصدو د خلکو امنیتي ستونزې حل کیږي"

د یادونې وړ ده چې دا وخت هم په ماورا کوکچه ولسوالیو کې یو شمیر وسله وال لیدل کیږي چې کوم ځانګړی یونیفارم هم نه لري، او کله کله د پولیسو سره شریکې ګزمې هم کوي، چې د سیمې اوسیدونکي دعوه کوي چې د شپې لخوا په غلاوو او لارو وهلو کې همدغه وسله وال لاس لري.

خو د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي بیا دغه وسله وال امنیتي همکاران بولي او وايي چې که دغه وسله وال د محلي پولیسو په شرایطو پوره وخیژي په محلي پولیسو کې به استخدام شي او که نه خالي سلاح به شي.

XS
SM
MD
LG