د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار كې د ملاريا ناروغي كمه شوې ده


په تخار كې د ملاريا ناروغي كمه شوې ده

په تخار كې د ملاريا ناروغي كمه شوې ده

د تخار د عامې روغتيا چارواكي وايي چې په دغه ولايت كې د ملاريا د ناروغۍ كچه د تېرو درې كلونو په پرتله راټيټه شوې ده .

ددغه ولايت د عامې روغتيا ريس ډاكټر عبدالحكيم عزيز د ملاريا د ناروغۍ د پېښو د كمېدو لامل ددغه ناروغۍ په اړه د خلكو د پوهاوي دكچې لوړوالى، د روغتيايي اسانتياوو ډېرېدل او په سيمه كې د پشه خانو ويشل ګڼي، هغه زياتوي چې درې كاله وړاندې د عامې روغتيا رياست له درې زرو څخه زياتې د ملاريا پېښې ثبت كړې وې په داسې حال كې چې د نوموړي په وينا سږ كال دغه اندازه له پنځه سوه پېښو څخه هم راټيټه شوې ده

د تخار ولايت د چال ولسوالۍ يو اوسيدونكى عبدالغفار وايي چې څوكاله وړاندې څو وارې ملاريا شوى و خو زياتوي چې له تېرو درې كلونو راپه دېخوا دغې ناروغۍ نه دى نيولى، هغه وايي:

"تقريبا لس ځل په پرلپسې ډول ملاريا نيولى وم خو په وروستي ځل مې پوره تداوي وكړه او بيا نه يمه ملاريا شوى"

عبدالغفاروايي چې پخوا ددوى په كور كلي كې ملاريا زياته وه خو اوس كمه شوې ده، نوموړى زياتوي چې كه دده د كورنۍ كوم غړى تبه ونيسي دا يې پر وخت كلينيك ته بيايي تر څو د هغه وينه معاينه كړي او دا معلومه كړي چې ملاريا نه وي.

همدارنګه د تخار ولايت د بهارك ولسوالۍ اوسيدونكى عنايت الله چې د حاجي پهلوان د لېسې د اووم ټولګي زده كوونكى دى وايي چې دوى دشپې له خو په پشه خانو كې ويده كيږي چې په وينا يې له همدې امله كله هم ملاريا نه دى نيولى.

د تخار د عامې روغتيا رئيس ډاكټر عبدالحكيم عزيز د سردرد، تبه، د ځان درد او ساړه د ملاريا ناروغۍ نښې نښانې بولي

نوموړى زياتوي چې كه څوك په ځان كې دغه نښې نښانې وويني بايد نږدې روغتيايي مركز ته لاړ شي او خپله وينه معاينه كړي.

په تخار ولايت كې د موبايل يا ګرځنده كلينيكونو په ګډون شاوخوا اويا روغتيايي مركزونه دي چې د عامې روغتيا رياست د چارواكو په وينا په دغه مركزونو كې د نورو نارو غيو دتداوۍ تر څنګ د ملاريا دتشخيص او تداوۍ اسانتياوې هم شته دى .

XS
SM
MD
LG