د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز او تخار پر پوله د ایتلافي ځواکونو عملیات ادامه لري


Կանանց միջազգային օրը նշվում է ամեն տարի մարտի 8-ին
Կանանց միջազգային օրը նշվում է ամեն տարի մարտի 8-ին

وروستي عملیات د خواجه غار ولسوالۍ د قزاقو په کلي کې شوي دي. ایتلافي قواوې وايي، په دغو عملیاتو کې اته وسله وال مخالفین وژل شوي، او دوه یې ژوندي نیول شوي دي.

له دې یوه ورځ مخکې، د همدې ولسوالۍ په یوه بل کلي کې د عملیاتو په پای کې ایتلافي قواوو وویل پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي، او پنځه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د تخار د والي ویاند فیض محمد د خواجه غار ولسوالۍ د قزاق په کلي کې د ایتلافي ځوا کونو له لوري د شوو عملیاتو په اړه وايي : "نن شپه یولس بجې چې د خواجه غار ولسوالۍ د قزاق په کلي کې کوم ایتلافي قواوو کوم عملیات کړي په کې اته مخالفین وژل شوي او دوه یې ژوندي نیول شوي دي"

توحیدي وايي چې نن سهار د افغان ملي ځواکو له لوري هم په نوموړې ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي چې په پایله کې يې د مخالفانو څخه د ازبکستان یوتبعه نیول شوی او د تاجکستان یو تبعه وژل شوی دی.

"نن چې په خواجه غار کې افغاني ځواکونو کوم عملیات پیل کړي، په پایله کې یې شل کلي د مخالفانو څخه پاک شوي، او یو ازبکستانی چې د دولت خلاف یې جګړه کوله امنتي ځواکونو نیولی دی، په دغه جګړه کې یو تاجکستانی هم وژل شوي، ددې تر څنګ یو ډاټسن موټر چې طالبانو پخوا له ماین پاکۍ موسسې نیولی و د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلی"

نوموړی وايي چې دوی هیله لري چې خواجه غار ولسوالۍ به ژر تر ژره د مخالفانو له شتونه پاکه شي.

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې ایتلافي ځواکونو او حکومت لخوا دغه عملیات په داسې وخت کې کوي، چې، په له تيرو درې میاشتو را په دیخوا په دغه ولایت کې د دولت سره په لسګونو وسله وال مخالفین یو ځای شوي دي، د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو په نظر د دغه جګړو او ناامنیو له منځه تلل او په سیمه کې د سولې راتلل یوازې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې ښه نتیجه ورکوي.

د تالقانو ښار یو تن اوسیدونکی عبدالرحمن حقیار په تخار کې د ناامنیو او د امنیت د ټینګښت په اړه داسې نظر لري.

"دولت باید له طالبانو سره خبرې وکړي، ځکه هغوی هم د دې هیواد خلک دي، طالب وسله وال دې هم دا هیواد خپل وګني، او د دولت د سولې له پروګرام سره دې یو ځای شي، له دغې لارې دې خپلې غوښتنې دولت ته وکړي او دولت یې باید ومني"

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي وايي چې دوی مخالفو وسله والو ته د سولې د بهیر سره د یو ځای کیدو وړاندیز کړي، چې په وینا یې ټول مخالف وسله وال ترې ګټه پورته کولی شي.

د یادونې وړ ده چې نږدې دوه هفتې وړاندې په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو یو یولس کسیزه ډله د خپلو وسلو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوې وه.

توحیدي وايي چې دا وخت د تخار په ډیر ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو ځواک له منځه تللی، هغه زیاتوي چې یوازې په خواجه غار ولسوالۍ کې یو څه امنیتي ستونزې شته چې په وینا یې د دوی امنیتي قواووېې د هوارولو توان لري.

XS
SM
MD
LG