د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار پولیس د باسواده کیدو په لور


A Sri Lankan Catholic touches the glass near an idol during a mass at a church in Colombo.
A Sri Lankan Catholic touches the glass near an idol during a mass at a church in Colombo.

دا د تخار په امنیې قومندانۍ کې د پولیسو د سواد زده کړې ټولګی دی، په دغه ټولګي کې شل پولیس د لیک لوست په زده کړه بوخت دي، دوی چې خپلې وسلې یې مخې ته په پرتو میزونو یې ایښي، د خپل ښوونکي خبرو ته ځیر دي.

۳۰ کلنه نیلوفر هم د هغو پولیسو په ډله کې ده چې په دغه ټولګي کې لیک لوست زده کوي. درې اونۍ کیږي چې هغه د سواد زده کړې په خاطر دغه کورس ته راځي، نیلوفر وايي چې ورځ تر بلې یې د لیک لوست د زده کړې سره مینه زیاتیږي.

"الف، ب، ت، ث مې زده کړې، استاد مې تشویقوي چې لیک لوست زده کوې، یو څه مو زده کړي هم دي، او نور هم کوښښ کومه چې زده یې کړم"

انعام الله د دغه کورس یو بل زده کوونکی دی، هغه د املا د زده کولو هڅه کوي، او په خپله کتابچه کې ټولې هغه جملې لیکي چې د ښوونکي له خوا یې ورته بار بار تکراریږي، انعام الله اوس په دې خوښ دی چې د خپلې پهرې لیست لیکلی او لوستلی شي، هغه وايي چې پخوا تر دې به دوی د شپې لخوا ډیر په ستونزه کې وو، ځکه چې د نوموړي په وینا د دوی اکثره یې نالوستي وو او د پهرې په لیست به هم نه پوهیدل چې د چا نوبت دی.

"تر اوسه مې خپل او د پلار نوم نه شو لیکلی، خو اوس خوښ یم چې نومونه لیکلی شم او خپله ستونزه هوارولی شم. سواد زموږ په ګټه دی، دندې ته مو هم ډېره ګټه رسوي، ځکه که د لیک اړتیا پیښه شي باید وې لیکو، او که کوم څوک باید جلب شي، نو کولی شو هغه سړی په اسانۍ سره پیدا کړو"

انعام الله وايي اوس چې یې یوڅه زده کړي، نو په ځان یې یو څه ډاډ هم پیدا شوی او د سواد په قدر هم پوه شوی دی.

څو لسسیزو جګړو د انعام الله او نیلوفر په څیر د افغانستان زیات شمېر وګړي د سواد له ښېګڼو بې برخې کړي دي. افغان دولت د پولیسو د تشکیل د بشپړولو په موخه بیسواده کسان هم د پولیسو لیکو ته جلبوي.

خو حکومت اوس د دغو پولیسو د باسواده کولو کوښښ کوي او په همدې موخه یې هغوی ته د امنیې قوماندانیو پرته په امنیتي پوستو کې هم د سواد زده کړې ټولګي جوړ کړي دي.

د تخار د امنې قومندانۍ د پولیسو د ښونې او روزنې مدیر سمونوال احمدشاه احمدیار وايي: "دنده هم اهمیت لري، او دسواد زده کړه هم، موږ په هرځای کې چې تر لسو پورې پولیس وو، ورته مو د سواد زده کړې ټولګی جوړ کړی، چې په مجموعي ډول مو په شلو سیمو کې همدغه ډول کورسونه جوړ کړي، چې همدا اوس په کې زموږ پولیس د لیک لوست په زده کړې بوخت دي"

نوموړی وايي چې د دغه ولایت د شپاړسو ولسوالیو په امنیې قوماندانیو کې هم د پولیسو د سواد زده کړې په موخه د المان د تخنیکي مرستو د دفتر (جي ټي زیډ) له لوري د سواد زده کړې ورته کورسونه جوړ شوي.

سمونوال احمد شاه احمد یار وايي چې په دغه ولایت کې د سواد زده کړې ددغه پروګرام له لارې ۵۸۹ کسه پولیس د لیک لوست په زده کړه بوخت دي، چې ۲۰ کسه یې ښځینه پولیسې دي.

"موږهڅه وکړه چې دغه لړۍ یوڅه غښتلي کړو، پخوا ۱۳۵ پولیس د سواد په زده کړه بوخت وو، موږ دغه شمېره ۳۱۹ ته لوړه کړه. دغه پولیس مو په ډلو ووېشل، ترڅو چې ښوونکي په ټاکلي وخت راشي او دوی ته لیک لوست زده کړي"

د یادونې وړ ده چې په تخار ولایت کې په روان کال کې د سواد زده کړې ددغه کورسونو څخه ۸۷ کسه پولیس فارغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG