د لاس رسي وړ اتصالات

ورښتونو افغانستان کې د غلو نرخونه راټیټ کړي


ورښتونو افغانستان کې د غلو نرخونه راټیټ کړي

ورښتونو افغانستان کې د غلو نرخونه راټیټ کړي

د تالقانو په غلې منډيي کې د خلکو ګڼه ګوڼه ده، ځینې خلک د وریجو، غنمو، مۍ، لوبیا، نخودو او نورو غلو دانو په تول بوخت دي، ځینې د غلو دانو ډکې بوجۍ یوې او بلې خواته انتقالوي.

خو سوداګر د هر هغه موټر یا اس ګاډي په لور ورغونډیږي چې په غلو دانو بار وي او دغه منډيي ته ورداخل شي، دوی هر یو هڅه کوي چې له بزګرانو څخه په ارزانه بیه غنم، وریجې او یا د هغوی نور حاصلات واخلي.

د غلې یو سوداګر نصیر احمد وايي چې په دغه بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ځکه زیاته شوې چې د خوراکي موادو نرخونه رالویدلي، نوموړی د خوراکي موادو د نرخونو د راټیډیدو لامل وروستي ورښتونه ګڼي او وايي چې له ورښتونو دمخه ګومان کیده چې سږکال به وچکالي وي، نو له همدې امله سوداګرو ډېرې غلې دانې اخستې وې، خو چې واوره او بارانونه ووریدل نو د وچکالۍ ویره ختمه شوه، او خلکو خپلې غلې دانې بازار ته راوویستلې چې ورسره نرخونه راولویدل.

"سرده وریجې په ۳۰۰ ګرمه په ۲۵۰ او سرخه په ۲۰۰ افغانۍ من خرڅیږي، له ورښتونو د مخه ګراني وه خو چې واوره وریدلې نرخونه ورسره راټیټ شوي دي، په یو من کې تر دیرشو افغانیو ارزان شوي"

ورښتونو افغانستان کې د غلو نرخونه راټیټ کړي

ورښتونو افغانستان کې د غلو نرخونه راټیټ کړي

ناظر چې له قلبرص څخه یې د تالقانو د غلې منډيي ته ۲۰۰ منه غنم راوړي وايي چې له ورښتونو دمخه یو من غنم په ۱۳۰ یا ۱۴۰ افغانیو وو، خو اوس ۹۰ او ۱۰۰ افغانیو ته راټیټ شوي دي:

"مخکې سوداګرو فکر کاوه چې وچکالي راځي، نو غلې دانې یې ډیرې اخستلې چې ورسره نرخونه هم لوړ شوي وو، اوس یې ټول بیرته خرڅوي ځکه نرخونه راټیټ شوي"

د چشمه شېر د سیمې بزګر ۳۰ کلن محمد ایوب د تالقانو د غلې منډيي ته د خرڅلاو په خاطر ۲۰منه وریجې راوړي وې په دې خوښ دی چې ورښتونه پیل شول، هغه وايي:

"شل منه وریجې مې راوړې وې، په یو کس مې وپلورلی، من مې په ۱۷۰ افغانۍ ورکړ، مخکې مې په ۱۹۰ خرڅولې، خو ښه شو ورښتونه پیل شول، چې دا کار د بزګرانو په ګټه تمام شو اوس یې فصلونه هم کیږي"

د تخار ښاروالۍ ریاست هم د خوراکي موادو او غلو دانو د نرخونو د راټیټیدو خبره کوي د دغه ریاست اداري مدیر سلطان محمد غوثي وايي چې سږ کال د ژمي په سر کې بارانونه او واورې ونه وریدلې چې په وینا یې د وچکالۍ د رامنځ ته کیدو ویره پیدا شوه او خلکو خپلې غلې په کورونو کې وساتلې، نوموړی وايي چې وروستیو بارانونو او واورو د خلکو هغه ویره ختمه کړه چې دغه حالت د غلو دانو په نرخونو مثبت اغیز وکړ:

"نورو کلونو کې په عقرب او قوس میاشت کې ورښتونه پیل کیدل چې ورسره به بزګرانو هم تخمونه کرل، خو سږ کال یو څه وځنډیدل چې ورسره نرخونه لوړ شول اوس چې ورښتونه پیل شول د غلو دانو نرخونه ۴۰ فیصده راټیټ شول"

نوموړی وايي چې د تخار زیات شمیر بزګران للمي ځمکې لري چې په وینا یې بزګران د بارانونو او واورو له وریدو وروسته په دغه للمو کې تخمونه کري.

هغه وايي چې که ورښتونه دوام وکړي د غلو دانو نرخونه به ورسره نور هم راټیټ شي.

XS
SM
MD
LG