د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکان وايي په تخار کې زیاته ونډه غواړي


Takhar demos
Takhar demos
په تخار کې د تیرو څلورو ورځو راپه دیخوا مظاهرې روانې دي مظاهره چیان چې ازبکان دي په دولتي ادارو کې د خپلو کسانو مقررول غواړي.


د تخار ولایت په ولسوالیوو کې له تیرو څلورو ورځو راپه دیخوا مظاهرې کیدې خو د پنجشنبې په ورځ د تخار په مرکز تالقانو کې هم مظاهره پیل شوه. مظاهره چیان ټول په یو ازبک قوم پورې تړلي کسان وو او په دولتي لویو پوستونو یعنی امنیه قوماندانۍ، ولایت او نورو کې د خپلو ازبکانو مقررول غواړي.

مظاهره چیانو د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم پر خلاف شعارونه ورکول او ویل يې چې باید ازبکان په دولتي لوړو چوکیو مقرر شي، یو تن مظاهره کوونکي حضرت قل وویل چې په تخار کې اکثریت ازبکان دي او دولتي پوستونه دي د قوم پر اساس وویشل شي.،، په تخار کې اکثریت چې پنځه اویا فیصده کیږي ازبکان دي او دولتي پوستونه څارنوالي، ولایت او امنیه قومانداني دې پر قومونو تقسیم شي.،،

د مظاهرچیانو په منځ کې وسله وال کسان هم لیدل کیدل چې په ښکاره یې کلاشینکوفونه په غاړه کې اچولي وو، خو پولیسو د مظاهره چیانو امنیت نیولې و او هغوي يې له ورانکارۍ منع کړي وو.

مظاهره چیانو د تخار په دولتي اداره کې د ازبکانو نه مقررول د جمهور ریس د لومړي مرستیال مارشال فهیم کار باله او ویل چې دوي به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي. حضرت قل زیاته کړه چې د دوي حقوق باید دوي ته ورکړل شي.،، دوي ولې زمونږ حقوق نه راکوي؟ زمونږ هدف دا دی چې د ازبکانو حقوق ورکړي زمونږ برخه چې هرڅه کیږي ولایت کیږي او که نور هغه غواړو، مونږ په دې دولت کې برخه لرو هغه دي راکړي.،،


بل مظاهره کونکي بیا داسي وویل ،، د تخار په ټول تشکیل کې په شپاړس ولسوالیو کې څلور تنه ازبکان ولسوالان وو چې هغه هم د مارشال فهیم د لاس الې وې.،،

د تخار د والي ویاند سید سلیمان وايي چې مظاهر د خلکو قانوني حق دی خو باید ټولنیز امنیت خراب نه کړي او که هڅه يې وشي نو قانون ته به وسپارل شي:،، مظاهرې د خلکو قانوني حق دی خو باید ټولنیز امنیت خراب نه کړي او هر غیرقانوني کارکوونکی به قانون ته وسپارل شي.،،

سید سلیمان د مظاهر چیانو د غوښتنو په هکله وویل چې په تخار کې په حکومتي ادارو کې قومي مشارکت په پام کې نیول شوی،، د تخار په دولتي ادارو کې پښتانه، تاجک، هزاره او ازبکان کار کوي، قومي، سیاسي، او ډلییز مشارکت په پام کې نیول شوی.،،

په تخار کې پخوا تر دې هم د دولتي چوکیو په سر ازبک قوم مظاهرې کولې پر امنیه قوماندانۍ يې برید کړې و چې په کې له شلو زیات کسان وژل شوي وو.

راپور: ګل رحیم نیازمن – تخار
XS
SM
MD
LG