د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار کې ډیر نوي پلونه جوړیږي


په تخار کې ډیر نوي پلونه جوړیږي

په تخار کې ډیر نوي پلونه جوړیږي

خواجه چنګال د تخار د مرکز تالقانو یوه لرې پرته سیمه ده، چې د تالقانو د سیند په زریعه ورڅخه جلا کیږي، د دغې سیمې خلکو هر کال په سیند باندې د پله د نشتوالي له امله خپل یو شمیر اوسیدونکي له لاسه ورکول، خو سږ کال د کلیو پراختیا ریاست د خواجه چنګال اوسیدونکي د یو لوی پله په زریعه د تالقانو سره ونښلول، چې د دغه پله د جوړیدو نږدې ۹۸ فیصده چارې بشپړې شوي دي.

د خواجه چنګال اوسیدونکی ژرنده ګړی سخیداد د پله له جوړیدو د مخه خپل کلي ته په سیند د پورې وتلو را پورې وتلو کیسه داسې کوي.

"پول چې نه و، ستونزه دا وه چې هر کال څلور، پنځه یا یو، دوه کسه سیند وړل، خلک اړ و ځکه بله لاره نه وه، که څوک به ناجوړه کیدل بیا به هم ورته ستونزه وه یا به ناجوړ سیند ووړ او یا جوړ، او یا به هلته پورته د لرګو په یو پله خلک تیریدل"

هغه زیاتوي اوس چې یې پول د تګ، راتګ وړ ګرځیدلی ورسره دوی ته ډیرې اسانتیاوې برابرې شوي.

"له هغې ورځې چې خلک په پله تیریدلی شي، او د یوې میاشتې راپدیخوا خوا خو پرې موټرې هم تیریږي خلکو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې شوي، موږ فکر کوو لکه ارچي یا امام صیب ته چې ځو ځکه هغه لور ته لا له پخوا لاره وه"

ژرنده ګړی سخیداد وايي چې د پله جوړیدل د دوی په صحي او اقتصادي حالت هم مثبت اغیز اچولی، چې له امله یې دوی خپل ناروغان پر وخت روغتون ته رسوي او هم خپل زراعتي حاصلات بازار او له بازاره خپل د اړتیا وړ مواد کلي ته په اسانۍ راوړلی شي.

دا یوازې د تالقانو د خواجه چنګال اوسیدونکي نه دي چې د کلونو، کلونو زحمتونو وروسته ورته د هغوی د کور، کلي په لاره پراته سیند باندې پول جوړیږي، بلکې ددغه ولایت د فرخار، ورسج، شکمش او رستاق ولسوالیو کې هم د کلیو پراختیا ریاست څلور نور لوی، لوی پلونه پیل کړي چې په بشپړیدو سره به یې د سیمې په لسګونو زره اوسیدونکو ته ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي.

د تخار د کلیو پراختیا رییس انجینر رازمحمد فیض وايي : "د خواجه چنګال هم لوی پول دی چې د عنبر کوه او بهارک د ځینو سیمو خلک ترې هم د تګ راتګ لپاره ګټه پورته کوي، د رستاق تالقانو تر منځ په کوکچه باندې چې کوم پل جوړیږي له امله یې د رستاق د خلکو لاره ډیره لنډیږي، همدارنګه بل پل د فرخار د نهراب په سیمه کې دی چې نږدې زر کورونه د فرخار ولسوالۍ سره نښلوي او دوه نور پلونه د ورسج د پستاب او د شکمش د شیری پلونه دي چې په زرګونو خلکو ته یې ګټه رسیږي"

د کلیو پراختیا رییس وویل چې د دغو سیمو خلک د پلونو د نشتوالي له امله د ډیرو ستونزو سره مخ وو، هغه د بیلګې په ډول د خواجه چنګال د سیمې د خلکو ستونزو ته داسې اشاره وکړه.

"دغه خلک به په ټوپ باندې په سیند پورې وتل، که اوبه به ډیرې شوې کوچنیان یې ښوونځیو ته هم نه شو تللی"

انجنیر راز محمد فیض وايي چې د دغوپلونو مالي لګښت د افغان دولت د پرمختیایې بودجې، ملګرو ملتونو او د خوړو نړیوال سازمان له لوري ورکول کیږي، چې په روان کال کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستې ته به وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG