د لاس رسي وړ اتصالات

د تالقانو خلک له سیند نه سره زر راباسي


د تالقانو خلک له سیند نه سره زر راباسي
د تالقانو خلک له سیند نه سره زر راباسي

دا د تالقانو ښار ختیځ ته په پنځه کیلو مترۍ کې د خطایان سیمه ده. دلته د فرخار د سیند دواړو غاړو ته هره ورځ په سلګونو کسان د شګو او جغل څخه د سرو زرو په راویستلو بوخت وي. دغه کاریګر چې په سیمه کې د زرشویانو په نامه یادیږي، د سروزرو د راویستلو په خاطر په ډله یزه توګه کار کوي، چې په هره ډله کې یې له دیرشو څخه تر شپیته کسانو پورې په کار بوخت وي.

د ژمي په موسم کې د فرخار دسیند د اوبو په کمیدو سره ددغه زرشویانو کار روزګار هم ښه کیږي.

ددغې سیمې اوسیدونکي وايي چې د لسګونو کلونو راپدیخوا دوی د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه د همدغې لارې پوره کوي.

پنځوس کلن عبدالکریم چې له دیرشو کلونو راپه دیخوا په خطایانو کې د سیند د غاړې شګې پریمینځي وايي چې دوی په لومړي سر کې هغه ځایونه په نښه کوي چې په وینا یې سره زر ولري، هغه وایي چې بیا له هغه ځایه شګې او جغل راوباسي او پریمینځي یې، عبدالکریم د خپلو ورځنیو چارو په اړه داسې وايي:

"یومتر پلاستیک را اخلو اوهواروو یې، برسیره یې د پسه وړۍ اچوو، وروسته ورباندې سپین سان غوړوو، بیا پرې له پاسه شګې پریمینځو، چې سره زر له شګوجلاشي، په پای کې د سان له مخې سره زر را ټولوو"

دغې سیمې ته د سرو زرو د راویستلو په خاطر یو شمیر کسان له فرخار، کلفګان، تالقان او نورو سیمو څخه هم راځي.

د کلفګان ولسوالۍ اوسیدونکی رجب علي چې د سیند د غاړې په کیندلو بوخت دی، وايي چې له شګو څخه د سرو زرو د را ایستلو په برخه کې پوره مهارت لري

"په کوم ځای کې چې سره زر وي ځانته ډبرې لري، چې د چخني په نامه یادیږي، اوهغه شګه چې سره زر ولري، دنوروشګو سره توپير لري، که هماغه شګې یا ډبرې په هره سیمه کې ولیدل شي مونږپوهیږو، چې هلته سره زرشته، موږ بیا هغه سیمه له درې تر لسو مترو ژوروو او تر هغې دې کار ته دوام ورکوو چې یو څه سره زر ترې ترلاسه کړو"

دوی وايي چې د کورنۍ د ورځنیو مصارفو د پوره کولو لپاره همدغه یو کار ورپاتي دی، چې په وینا یې له سهاره تر ماښامه د سیند د غاړې د شګو په اړولو رااړولو بوخت وي او د ورځې له دوه سوو تر پنځه سوه افغانیو وګټي.

د سراسیا د کلي اوسیدونکی محب الله وايي: "د ورځې یو، نیم مثقاله سره زر ترلاسه کوو، دغه سره زر په ۷ یا ۸ زره افغانیو پلورو، او بیا یې په خپلو کې ویشو، هره ورځ یو شان نه وي کله ۲۵۰ کله ۳۰۰ او کله بیا ۱۵۰ افغانۍ کیږي"

دغه کانونه په خپل سري او نا مسلکي ډول کیندل کیږي، دا چې ولې یې دولت مخه نه نیسي د دغه ولایت د کانونو آمر طاهرخان یې په اړه وايي:

دخطایان سره زر رسوبي شکل لري، چې ډیرې وړې زرې لري، دکانو اوصنایعووزارت له خوا څو ځل انجنیران راغلل، خو ویې لیدل چې ډیر لږ سره زر لري، نو خلکو ته يې د کیندلو اجازه ورکړه، چې روزګار یې ورسره ښه شي. خطایان د نورابه په څیر کان هم نه دی، چې یوڅه ترې ترلاسه شي او د قرارداد وړ وي، اوس هلته یوشمیربیوزلي خلک کارکوي که سره زر یې لاس ته ورنه شي، دتیږو او شګو د خرڅولو له لارې یې یوڅه پیسې ګټي، او خپل ورځنی ژوند پرې مخکې وړي"

د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په نورابه او سمتي کې هم د سرو زرو کانونه شته چې د یوې خصوصي کمپنۍ سره د لسو کلونو لپاره د ۶۰ میلونه امریکایي ډالرو په بدل کې قرارداد شوي دي.

XS
SM
MD
LG