د لاس رسي وړ اتصالات

تر شنه آسمان لاندې زده کړه


تر شنه آسمان لاندې زده کړه

تر شنه آسمان لاندې زده کړه

دا په تخار کې د درقد ولسوالۍ ده، چیرې چې په سلگونو نجونې او هلکان په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

دلته ډیر ښوونځي ودانۍ نلري.

ددغه ولسوالۍ د ښوونځیو زده کوونکي وايي چې که ددوی ښوونځیو ودانۍ درلودلې، دوی به له اوسني حالت څخه په ډېره علاقه او شوق ښوونځیو ته تللی او دا چې د زده کړو ښه زمینه به ورته برابره وای نو سبقونه به یې هم په ډیره مینه لوستلی.

رحیم الله د نورخیلو د منځني ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی دی، او وايي:

“کتابچې او قلمونه په خپلو پیسو اخلو موږ ته د حکومت لخوا نه کتاب او نه قلم راکړل شوي، په یو ټولګي کې د هر مضون درې یا څلور کتابونه لرو، ټول زده کوونکو تر اوسه په خیمو کې درس وایه خو اوس هغه هم زړې شوي او ختمې شوي دي، او په خالي میدان کې درس وايي که باران شي زده کوونکي درس ته نه راځي او رخصت کوي"

همدارنګه ددغه ښوونځي د اتم ټولګي یو زده کوونکی انعام الله هم ددې تر څنګ چې د ښوونځي د ودانۍ د نشتوالي یادونه کوي وايي چې پر وخت ورته کتابونه هم نه ورکول کیږي او دوی مجبوریږي چې د کتابونو د تر لاسه کولو په خاطر د خلکو مزدورۍ وکړي، هغه وايي:

"په پسرلي کې چې ښوونځي پیل شي موږ ځو یوه میاشت نیمه مزدوري کوو، او په هغه پیسو بیا ځانونو ته کتابونه اخلو، نو که حکومت راته کتابونه راکولی ولې به مو ځانونه له درسونو ویستل او مزدورۍ به مو کولې"

همدارنګه ددغه ښوونځي یو تن استاد وايي: "ښوونځي مو ودانۍ نه لري او زده کوونکي مو په ازاده فضا کې زده کړې کوي، مسوولینو زموږ د ښوونځي د ودانی د جوړیدو وعده کړې خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې"

هغه وايي چې ددوی ښوونځي ته کتابونه هم کم راځي، چې په وینا یې ټولو زده کوونکو ته نه رسیږي.

د درقد ولسوالۍ د معارف مدیر پاینده محمد هم د درقد ولسوالۍ د زده کوونکو دغه ستونزې مني، خو وايي چې دوی کوښښ کوي چې ددغه ولسوالۍ زده کوونکو ته د زده کړو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

"درقد ولسوالۍ ۱۷ ښوونځي لري، چې ددغه ۱۷ ښوونځیو له ډلې یوازې ددرقد د جینکو او هلکانو مرکزي لیسې ودانۍ لري او نور ښوونځي یې ودانۍ نه لري، او که ودانۍ هم لري د استفادې وړ نه دي، او په بشپړ ډول له منځه تللي"

هغه وايي چې ددوی د اکثره ښوونځیو زده کوونکي په ازاده فضا کې په درس بوخت وي، چې په وینا یې ځینې یې په خیمو او د ځینې نور یې د لرګو د هغو چوپالونو لاندې زده کړې کوي چې د سیمې د خلکو لخوا د ښوونځیو لپاره جوړ شوي دي.

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په ۱۷ ښوونځیو کې په مجموعي ډول ۷ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له ډلې یې ۳۳۰۰ جینکۍ او نور هلکان دي.

د درقد د معارف مدیر پاینده محمد په دغه ولسوالۍ کې د زده کوونکو د شمیر د کموالي لاملونه د علم او پوهې په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې ټیټوالی، او په زراعت او مالدارۍ د خلکو مصروفیت وګاڼه او زیاته یې کړه چې د ښو تعلیمي اسانتیاوو نشتوالی او د اکثرو کلیو بانډو څخه د ښوونځیو لرې والی هم هغه علتونه دي، چې په وینا یې له امله یې خلک خپل اولادنه ښوونځیو ته نه راولي.

XS
SM
MD
LG