د لاس رسي وړ اتصالات

تخار كې د ښوونځيو وضيعت ډیر ښه شوى


تخار كې د ښوونځيو وضيعت ډیر ښه شوى
تخار كې د ښوونځيو وضيعت ډیر ښه شوى

په تخار كې د ښوونځيو د ودانيو جوړيدل، ښوونكو ته د مسلكي زده كړو زمينه برابريدل، او زده كوونكو ته د درسي كتابونو تر څنګ د كتابتونونو او لابراتوارونو د اسانتياوو برابريدل هغه څه دي چې له امله يې د پوهنې رياست چارواكي ادعا كوي چې په دغه ولايت كې د پوهنې په برخه كې د پام وړ پرمختګ شوى دى.

په تخار كې د پوهنې وزارت د پرمختيايي پروګرمونو تر څنګ ځينې نادولتي مرستندويه ادارې هم د پوهنې د پرمختګ په برخه كې كاركوي.

چې يو هم د امريكا د متحده ايالاتو پرمختيايي اداره ده، دغې ادارې په نوموړي ولايت كې يولسو ښوونځيو ته د ميزونو، څوكيو، الماريو، فرشونو او د ليكلو د تختو د ويشلو لړۍ پيل كړى.

د افغان پرمختيايي موسسې مسوول انجنير محمد ملنګ ساپى چې موسسه يې په تخار ولايت كې ښوونځيو دغه مرستې ويشي داسې وايي

يولسو ښونځيو كې مونږ دغه پروژه عملي كړې ده چې يوه دنمك اب ولسوالۍ دعبدالكبيرمنځنى ښونځى دى ،په تالقانو ښاركې د عبدلله شهيدليسه، د سرايسنګ ليسه،دبشيرابادمنځنى ښونځى د ملاعبدالودود ليسه او د بي بي حواليسه ،په هزار سوچ ولسوالۍ كې داق مسجد لومړنى ښونحى دى ،په بهارك ولسوالۍ كې چايلى ښونځى اوپه دشت كلاولسوالۍ كې د باغ پايان دانجونو او هلكانو ليسه ده .

هغه وايي چې پردغې پروژې دنوموړې ادارې څه باندې دوه سوه زره امريكايي ډالره لګښت راغلي

د تالقانوښاركې دبي بي حوا ليسې ته هم د امريكاد متحده ايالاتو دانكشافي ادارې يا USAID لخوا۴۵۰ ميزونه اوڅوكۍ وركړل شوي دي .

ددې ښوونځي مديره مليحه وايي ،چې مخكې ددوى ښونكي اوزده كونكي دڅوكيو اونوروموادو دنشتوالي له امله له ستونزوسره مخ وو،چې په وينا يې ددغو مرستو په ترلاسه كولو سره يې ډېرې ستونزې حل شوي دي:

زموږ ستونزې خو ډېرې وې، ښوونكو مو څوكۍ نه درلودلې، اوس چې راسره ۴۵۰ ميزونه او څوكۍ مرسته شوى، ورسره مو څلويښت فيصده ستونزې حل شوي دي.

دبي بي حواليسې زده كونكې نجلا وايي چې په دې خوشحاله ده چې اوس څوكۍ او ميز لري ، هغه وايي چې پخوا تر دې دوى په ټولګي كې د ګوتو په شمار څو څوكۍ درلودلې چې په وينا يې څو كسو زده كوونكوبه په ګډه له يوې څوكۍ استفاده كوله.

د افغان پرمختيايي موسسې مسوول محمد ملنګ ساپى وايي چې ددغه څوكيو ميزونو او نورو مرسته شوو وسايلو څخه د تخار ولايت د يولسو ښوونځيو۱۷۶۳۵ زده كوونكي ګټه پورته كوي چې په وينا يې له ډلې يې ۶۶۳۷ نجونې او ۱۰۹۹۸ يې هلكان دي.

XS
SM
MD
LG