د لاس رسي وړ اتصالات

تخاریان د طالبانو د وخت کیسې کوي


تخاریان د طالبانو د وخت کیسې کوي
تخاریان د طالبانو د وخت کیسې کوي

وحیدالله د تالقانو د ناقلانو د کلي اوسیدونکی دی، هغه نن د خپل ژوند د هغه ورځو د خاطرو په اړه خبرې کوي چې د افغانستان د اکثرو ولایتونو په څیر په تخار کې هم د طالبانو نظام و.

وحیدالله په خپل څلویښت کلن ژوند کې په افغانستان کې د لسو حکومتونو شاهد دی، خو هغه د طالبانو د وخت امنیت تر ټولو غوره بولي.

"د طالبانو د نظام پر وخت ښه امنیت و د خلکو مال به شپه او ورځ ښکاره پروت و چا غلا کولی نه شو، دوکانونه به خلاص و خلک به لمونځونو ته تلل د شپې به هم د خلکو دکورونو دروازې پرانستې وې چا به بد نه شو ورکتلای، د جګړو له سیمو پرته په نورو ځایونو کې یې د خلکو سره هم ښه رویه کوله"

دا یوازې وحیدالله نه دی چې د طالبانو د نظام پر وخت د ښه امنیت د ټینګښت یادونه کوي بلکې د تخار یو شمیر نور اوسیدونکي هم وحیدالله ته ورته نظر لري.

د تالقانو یو تن دوکاندار عبدالروف چې هغه وخت یې هم سوداګري کوله د طالبانو د وخت د امنیت په اړه وايي:

"امنیت په بشپړ ډول تامین و، د خلکو د کورونو دروازې به د شپې هم پرانستې وې، د طالبانو نظام د امنیتي، عدلي، قضايي او هر اړخه کومه نیمګړتیا نه درلوده او هر څه سم وو"

خو د خسکپې اوسیدونکې علیا چې د طالبانو د حکومت پر مهال یې میړه په هیروینو معتاد شوی د طالبانو نظام د خپل ژوند د بدمرغۍ مهم لامل ګڼي، هغه خپله کیسه داسې پیلوي.

"هغه وخت زه ناوې وم چې طالبان راغلل، میړه مې دوکانداري کوله، هره ورځ چې به خبریدو وهل ټکول وو او وژنې وې زه ډیره ویریدلې وم، میړه مې زما په خاطر ښار ته کډه راوړه، خو دلته هم ژوند ستونزمن و،هماغه و چې پیاده فرخار ته لاړو، هلته مو لا دوه هفتې نه وې شوې چې میړه مې دوکان خرڅ کړ او د بې روزګارۍ له امله په هیروینو روږدی شو، له هماغه وخته تر اوسه بې روزګاره دی پوډر وهي او د کور په کونج کې ناست وي"

علیا وايي چې د میړه د معتاد کیدو وروسته یې د اولادونو نفقه هم ددې پر غاړه ولویده چې د طالبانو د سقوط سره سم یې ددې تر څنګ چې په یوه موسسه کې وظیفه واخستله خپل نیمګړي پاتي تعلیم یې هم بشپړ کړ.

"له هغې وروسته چې د طالبانو نظام سقوط وکړ، ما هم خپلو دوه اولادونو ته د نفقې پیدا کولو په خاطر په یو دفتر کې وظیفه واخستله، خو اوس زما لپاره د شکر ځای دی چې که هغه وظیفه نه لري زه یې لرم د کور مشکل حل کولی شم، خو له طالبانو ډیرې بدې خاطرې لرم زه چې بدمرغه شوې یم د طالبانو له لاسه"

وحیدالله ته بیا د ښه امنیت او نظم پرته د طالبانو د نظام کومه بله لویه ښیګڼه نه ورپه زړه کیږي، هغه وايي چې د طالبانو د نظام پر وخت که به پر چا د رباني د حکومت سره د لاس لرلو او یا د وسلو درلودلو تور ولګید بیا به یې ښه ورځ په سترګو نه لیده.

خو دوکاندار عبدالروف بیا په دې اړه وايي:

"یو چا که په بل چا تیری کاوه هغوی تیري کوونکي ته جزا ورکوله، یا که چا ناقانونه وسله درلوده له هغوی څیړنه کیده، خو عامو خلکو ته یې هیڅ زیان نه اړاوه، زه خپله په هغه موده کې د چا لخوا هیڅ تهدید شوی نه یم"

د نوموړي په نظر طالبانو یوازې یوه نیمګړتیا درلوده.

"د پاکستان لخوا د طالبانو رهبري کیدل د هغوی د نظام یوازینۍ نیمګړتیا وه، او همدا لامل و چې ډیر شمیر خلک ترې مرور وو، که په ریښتیني توګه یو خپلواک نظام وای کله یې هم سقوط نه شو کولی ځکه چې افغانانو د هماغسې یو نظام سره مینه لرله اوهماغسې نظام ورته په کار هم و"

وحیدالله د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر د ډلې یوه کیسه کوي.

"یوه ورځ درې کسان وو لمونځ و وکړ او کورته روان وو چې امربالمعروف راونیولو او په زور یې راباندې دویم ځل لمونځ وکړ ما ویل چې ځه دا به په نفل کې حساب شي"

د طالبانو د نظام د ړنګیدو یولسم کال دی، که څه هم د تخار خواجه بهاوالدین د شمالي ټلوالې یو مهم مرکز و خو بیا هم طالبان وتوانیدل چې د تخار په مرکز تالقانو او ځینو ولسوالیو باندې په دوه دورو کې نږدې څوارلس میاشتې حکومت وکړي، د هغوی د دغه لنډې مودې د نظام خاطرې لا اوس هم د خلکو په زړونو کې ژوندۍ دي، تخاریان اوس هم د طالبانو د دور د ښه امنیت کیسې کوي.

XS
SM
MD
LG