د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې خلک د ډنډونو اوبه څښي


تخار کې خلک د ډنډونو اوبه څښي
تخار کې خلک د ډنډونو اوبه څښي

د تخار د بهارک ولسوالۍ اکثره اوسیدونکي د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري، دوی د څښاک لپاره د هغه ډنډونو له اوبه وړی، چې په میاشت کې یو یا دوه ځلې د ویالې له اوبو ډکیږي، چې ددغه ناپاکو اوبو د څښلو له امله ډیر وخت دوی خپله او یا يې کوچنیان په ناروغیو هم اخته کیږي.

دبهارک ولسوالۍ د خروټو د کلي اوسیدونکی انارگل وایی ، هغه د خپل کلي حوض ته په لاس ګاډي کې څلور بوشکې راوړي، هغه وايي چې دوی دغه اوبه د کور د نورو اړتیاوو تر څنګ د څښلو لپاره هم استعمالوي، نوموړی وايي چې دوی په دې پوهیږي چې دا اوبه ډېرې ناپاکې دي، خو وايي چې له ناچارۍ یې څښي، ځکه چې دنوموړي په وینا ددوی په سیمه کې د پاکو اوبو پیداکیدل سخت دی.

هغه وایي: "موږ له مجبوریته دغه اوبه څښو، ښه پوهیږو چې ټولې ناروغۍ ددغه اوبو له لاسه دي خو څه وکړو بله چاره نه لرو، په یو ډنډ کې چې څو ورځې اوبه پاتي شي بوی کوي او بویناکې اوبه خلک ناروغه کوي، زموږ د حوضونو او ډنډونو ټولې اوبه همداسې دي".

گلبدین ددغه کلي یو بل اوسیدونکی دې ،هغه هم په دغه سیمه کې د پاکو اوبو د نشتوالي څخه سرټکوي، هغه وايي چې ددوی حوضونو ته په میاشت کې یو ځل اوبه راځي، چې په وینا یې ددغو حوضونو اوبه ددې تر څنګ چې پوپنک نیسي، یو ډول چینجي هم کوي، خو وايي چې بیا هم دوی له مجبورې ورځې دغه اوبه څښي. گلبدین وایی

"په میاشت کې یو ځل اوبه راځي، بیا تر بلې میاشتې اوبه نه وي نو په حوضونو کې چینجي پیدا شي، حوضونه موږ هغې ته وایو چې ځمکه ژوره کړو او اوبه په کی زخیره کوو".

په بهارک ولسوالۍ کې د خروټو له کلي پرته په لسګونو نور لوی او واړه کلي هم شته چې اوسیدونکي یې د څښلو لپاره پاکې اوبه نه شي پیدا کولی.

د عنبرکوه د نواباد اوسیدونکو هم د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو لوی حوض جوړ کړی، چې ددغه کلي نږدې سل کورنۍ ورڅخه اوبه وړي.

خال محمد چې د اوبو ددغه حوض څخه یې خپلې ډکې کړې بوشکې راپورته کولې، اشنا راډیو ته وویل: "که دغه ناپاکه اوبه مو مریضان کوي هم نو څه وکړو، بله چاره نه لرو".

د تخار ولایت د کلیو پراختیا ریس انجنیر محمد طاهرایوب وایي چې دوی دبهارک ولسوالۍ په ډیرو کلیو کې ژورې څاه ګانې ویستلي خو وایي چې ډیرو کمو يې اوبه ورکړي دي، هغه وايي چې ددغې سیمې اکثره څاه ګانې ترخې اوبه لري، خو زیاتوي چې دوی هڅه کوي چې ددغې سیمې خلکو ته د صحي اوبو اسانتیا برابرې کړي.

نوموړی وایي چې دا وخت د تخار ولایت دیرش فیصده اوسیدونکو ته د صحي اوبو استانتیا برابرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG