د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان پسرلني عملیات پیل کوي


وسله وال طالبان

وسله وال طالبان

طالبانو د چارشنبې په ورځ وویل چې د دې ډلې پسرلني عملیات به په روانه اونۍ کې پیل شي. دا ځل د طالبانو بریدونه په داسې حال کې پیل کیږي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ناتو له ملاتړ پرته د سخت دریځو پر وړاندې جگړې ته دانگي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې د ایمیل له لارې رسنیو ته استول شوې دغه عملیات د "عزم" په نامه یاد کړي او ویلي یې دي چې د جمعې په ورځ به یې پیل کړي. په اعلامیه کې د "جهاد د دوان" په هکله د طالبانو د غزم او د "افغانستان د اشغال د پای ته رسول" یادونه شوی ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان یوه تکراري موضوع گڼلې او ویلي یې دي چې دغه ډله د افغان ځواکونو پر وړاندې د د دریدو قوت نه لري.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د آزادۍ رادیو ته ویلي دي چې د طالبانو ډله هر کال په مختلفو نومونو د خپلو پسرلنیو بریدونو خبر ورکوي، خو د هغه په وینا دا موضوع افغان امنیتي ځواکونو ته د اندیښنې وړ نه ده.

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د جنگي ماموریت په پای ته رسیدو او له افغانستان څخه د زیات شمیر بهرنیو ځواکونو په وتلو سره اوس د جگړې د مشرۍ، سوق او ادارې چارې په بشپړه توگه د افغان ځواکونه په غاړه ده. خو طالبانو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان سره د امنیتي موافقې په بنسټ اوس هم د دې هیواد ځمکنی او هوایي حریم په خپل کنترول کې لري.

له بلې خوا د افغانستان امنیتي ځواکونو څه موده وړاندې د ذولفقار په نامه عملیات تر سره کړل چې د چارواکو په وینا هدف یې د طالبانو د پسرلنیو بریدونو د کمزوري کول وو.

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د جنگي ماموریت په پای ته رسیدو او له افغانستان څخه د زیات شمیر بهرنیو ځواکونو په وتلو سره اوس د جگړې د مشرۍ، سوق او ادارې چارې په بشپړه توگه د افغان ځواکونه په غاړه ده. خو طالبانو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان سره د امنیتي موافقې په بنسټ اوس هم د دې هیواد ځمکنی او هوایي حریم په خپل کنترول کې لري.

د کارپوهانو په اند د دولت د مخالفینو بریدونو او ترهگریزو فعالیتونو په داسې حال کې زور اخیستی چې له یوې خوا د افغانستان د حکومت دننه سیاسي مشکلات موجود دي او له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت څوکۍ لا هم تشه پاتې ده.

خو د څه دپاسه یوې لسیزې جگړې سره سره طالبان تر اوسه د کابل د حکومت د پرځولو هدف ته نه دي رسیدلي. خو د طالبان یاغیتوب د جهادي مشرانو په گډون یو شمیر افغانان په افغانستان کې د داعش د رامنځ ته کیدو په هکله اندیښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG