د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان د حکومت پر کارکونکو به حملو ته ادامه ورکوو


طالبان وايي چې د افغانستان د حکومت پر مامورانو باندې به خپلې حملې جاري وساتي. د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې د طالبانو ویاند ذیبح الله مجاهد نن د پجشنبې په ورځ هوډ وکړ چې د حکومت پر مستخدمینو، کارګرانو او نورو هغو افغانانو باندې به خپلو حملو ته دوام ورکړي چې دامریکا په مشرۍ د نړېوال ْایتلاف سره اړیکې لري او یا کار ورته کوي.

آژانس زیاتوي چې د طالبانو ویاند دا خبره په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر خبرداری ورکړی چې په ملکي افرادو باندې حملې دنړېوالو بشري حقوقو څخه تیری دی.

آژانس وایي چې ذبیح الله مجاهد دملګرو ملتونو هغه کلنۍ رېپوټ هم رد کړ چې په کې یې ویلي و چې طالبان په جنګ کې زېاتره ملکي کسان په نښه کوي او پروسږکال په جګړې کې د ملکي وګړو د وژلو زیاتره مسولیت د طالبانو دی.

طالبان کوښښ کوي چې د ښاغلي حامد کرزي حکومت رانسکور کړي چې امریکا او نړیوال ایتلاف یې تر شاه ولاړ دی او دهمدغه مقصد د حاصلولو لپاره د ڼاټو او حکومتي ځواکونو پر خلاف جنګېږي.

اسوشیټیډ پریس د ذبیح ا لله مجاهد له قوله لیکي چې د ملکي وګړو دتلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو په ریپوټ کې بې طرفه قضاوت نه دی شوی.
XS
SM
MD
LG