د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په افغانستان کې د بریتانیې پر نظامي مرکز برید کړی


طالبانو ويلي دي چې په افغانستان کې یې د برتانیې په نظامي اډې حمله کړیده او دوه امریکایی عسکر یې وژلي دي.

د طالبانو نطاق نن وویل چې دا برید یې ددې دپاره کړیده چې په هغه فلم خپل اعتراض څرګند کړي چې د اسلام پیغمبر ته په کښي سپکاوی شویدی او بله دا چې د برتانیې شهزاده هیرې په دې اډه کې خدمت کوي.

نظامي چارواکي وايي یاغیانو بیگا د هلمند په ولایت کې د باسچن اډه په هاوانو او توغندو وویشته. څو کسه عسکر په دې برید کې زخمي شول.

دغه چارواکي وايي شهزاده هیري هیڅکله د خطر سره نه و مخ. هغه په دې اډه کې د هیلوکوپترو د پیلوټ په توګه کار کوي. طالبانو لوړه کړیده چې هغه به وژني.
XS
SM
MD
LG