د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بیا له افغان ځواکونو د خانشین ولسوالۍ ونیوله


افغان امنیتي چارواکي وایي طالبانو نن شپه لس بجې د هلمند په خانشین ولسوالۍ ډله ایز بریدونه پیل کړل چې څلور ساعته یې دوام وکړ.
افغان امنیتي چارواکي وایي طالبانو نن شپه لس بجې د هلمند په خانشین ولسوالۍ ډله ایز بریدونه پیل کړل چې څلور ساعته یې دوام وکړ.

د هلمند په امنیه قوماندانۍ کې امنیتي چارواکو امریکا غږ ته د طالبانو له خوا د خانشین ولسوالۍ نیول تائید کړي، خو ویلي دي، چې افغان ځواکونود دغې ولسوالۍ له مرکز څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

د هلمند ولایت په امنیه قوماندانۍ کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه لس بجې طالبانو د ډیورنډ د کرښې له هغې خوا د خانشین په ولسوالۍ ډله ایز برید وکړ، چې له څلورو ساعتونو جګړې وروسته افغان ځواکونه د ولسوالۍ له مرکز څخه لوړو سیمو ته په شا شول.

خو ددغې سرچینې د وینا له مخې افغان ځواکونو د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

دا سرچینه وایي، طالبانو په دغه جګړه کې د درنو وسلو څخه کار اخیستی دی.

دغه سرچینه وایي، چې په جګړه کې د خانشین ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن عبدالروف او اوه نور امنیتي کارکوونکي ټپیان شوي دي.

دا سرچینه وایي، په دغه جګړه کې طالبانو ته هم د سر زیان اوښتی دی، خو هغه د خپلو وسله والو مخالفانو د مرګ ژوبلې دقیق شمیر څرګند نه کړ.

د بلې خوا د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په یو بیان کې تیره شپه د خانشین په ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو د شلو وسلوالو مخالفینو د وژلو او پنځلس نورو د ټپي کیدو خبرورکړی دی.

دا بیان وایي، چې تیره شپه دافغان حکومت وسلوالومخالفینو د هلمند د خانشین ولسوالۍ په مربوطاتو کې ډله ایز بریدونه کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شوي دي.

د دغه بیان له مخې وسلوال مخالفین د ولسوالۍ شاوخوا سیمو ته نژدې شوي، چې ګمانډو ځواکونه هم سیمې ته رسیدلي او دا مهال نښته دوام لري.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په یو بیان ویل شوي چې په خانشین ولسوالۍ کې په روانو جګړو کې یو امنیتي سرتیری وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې د دغې ډلې دعمري عملیاتو په لړ کې تیره شپه طالب وسله والو د خانشین ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخاراتو مرکز، نظامي قرارګاه او پوستې نیولي دي.

طالبانو ادعا کړې، چې په دې عملیاتو کې د خانشین د ولسوالي دامنیت امر په ګډون یې په لسګونو افغان امنیتي منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو ویلي، چې په دې جګړه کې د دغې ډلې دوه وسله وال وژل شوي او درې نورټپیان شوي دي.

دا د یوکال په موده کې درییم ځل دې چې طالبان دا ولسوالۍ د افغان ځواکونو څخه نیسي.

خانشین ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پرته ولسوالۍ ده او افغان امنیتي ځواکونونه وایي، چې مخالف وسله وال په اسانۍ سره د کرښې له هغې غاړې په دغه ولسوالۍ بریدونه تنظیموي.

هلمند ولایت ۱۴ ولسوالۍ لرې چې د خانشین سربیره نومش، بغران، نوزاد، موسی قلعه، دیشو او واشیر ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG