د لاس رسي وړ اتصالات

سلګونو طالبانو پر نورستان برید کړی


سلګونو طالبانو پر نورستان برید کړی
سلګونو طالبانو پر نورستان برید کړی

د افغانستان مقامات وایی سلگونو طالبانو د نورستان په ولایت کی په پولیسو باندی حمله کړیده.

دغه مامورین وایی قریب دوه سوه طالب جنگیالیو چه ټوپک او داسی بمونه ورسره وو چه په راکت لنچرفیرکیږی، ددغه ولایت په مرکز پارون کی د پولیسو په تاڼې باندی حمله کړیده. لږ لرلږه دوه پولیسان زخمی شویدی اوویل کیږی چه دا دوامداری حملی دی.

ننی حمله ، په دی تیرو څو ورځو کی د افغانستان په قواوو باندی دویمه سخته حمله ده چه وشوه.

د شنبی په ورځ طالبانو، د قندهارپه ښار باندی یولړ منسجمی حملی وکړی چه لږ ترلږه دوه تنه په کی ووژل شول او د شلو نه زیات کسان په کی زخمی شویدی. یاغی طالب ډلی په دی وروستیوورځو کی اعلان کړی و چه پسرلنی حملی پیل کوی.

لږ ترلږه د ناټو څلور پرسونل په تیرو دوه ورځو کی په دری جلا جلا حملو کی وژل شویدی.

ناټو وایی یو عسکر کی یی نن د افغانستان په ختیځه برخه کی ووژل شو.

او د رومانیی د دفاع وزیروایی، د افغانستان په جنوب کی چاودنه شویده او ددوی یوعسکر په کی وژل شویدی.

دغه عسکر په داسی وخت کی وژل شویدی چه د زابل په ولایت کی یی گزمه کوله.

د ناټو دوه نور عسکر پرون د ملک په جنوبی برخه کی د بم په چاودنه کی وژل شویدی.

د افغانستان ددفاع وزارت ویلی دی چه ددوی کومانډوگانو د زابل په ولایت کی د عملیاتو په وخت کی د دوه پاکستانیانو په شمول، پنځه تنه یاغیان وژلی دی. همدغه راز دوه خارجیان بندی شوی چه یو فرانسوی دی او بل د مراکش دی. دغو کسانوپه سیمه کی د ابادی په یوه پروژه کی په کار بوخت وو.

XS
SM
MD
LG