د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: پر حکومت د خلکو اعتبار زیانمن شوی دی


Abdullah Abdullah interview in UNGA
Abdullah Abdullah interview in UNGA

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د گډون د پاره نیویارک ته راغلی دی او د وینا کولو تر څنگ یې په څو نورو حاشیه یي غونډو کې هم برخه واخیستله.

اجراییه رییس وایي چې دده سره په غونډو کې نړیوالو د افغانستان د ملي وحدت د حکومت او خلکو د ملاتړ ژمنه تازه کړه. د افغانستان په اړه په یوه ځانگړې غونډه کې د متحده ایالاتو، پاکستان، او ترکیې په گډون د څو نورو هېوادونو استازو د وزیرانو په سطح برخه اخیستې وه.

ښاغلي عبدالله د اشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې وویل "د ولسمشر غنی پښه اوس ښه ده. زما د راتگ پریکړه د هغه د ورغتیا له کبله نه وه. موږ دواړو دا پریکړه وکړه چې ولسمشر غني به په وطن کې پاتې شي او زه به په ملگرو ملتونو کې د هیواد نمایندگي وکړم."

د عبدالله عبدالله سره د سید سلیمان اشنا بشپړه مرکه دلته واوری.

ولسمشر په افغانستان کې پاتې شو او زه د هیواد د نمایندگي د پاره ملگرو ملتونو ته راغلم - عبدالله
please wait

No media source currently available

0:00 0:15:20 0:00

XS
SM
MD
LG