د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په غورک کې ۴۰ طالب وسله وال وژل شوي


د غوراک ولسوالۍ د کندهار یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې په وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلېده
د غوراک ولسوالۍ د کندهار یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې په وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلېده

د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه له دیرشو ساعتونو وروسته د ۴۰ وسله‌والو طالبانو او پنځو افغان امنیتي سرتیرو په وژنې پای ته ورسیده.

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شمال لویدیځه ولسوالۍ غورک کې د دولت له وسله والو مخالفینو سره دېرش ساعته جګړه پای ته رسیدلې او برید کونکي یې سخت ځپلي دي.

د افغانستان په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال داود شاه وفادار امریکا غږ ته وویل، سلګونو وسله‌والو طالبانو پرون سهار د غورک ولسوالۍ د نیولو لپاره په دغې ولسوالۍ ډله‌ييز برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا په شا وتمبول شول.

د جنرال داود شاه وفادار پر وینا، د وسله والو طالبانو په ځپلو کې افغان هوايي ځواکونو فعاله ونډه درلوده، چې په خپلو هوايي بریدونو کې يې ۴۰ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین ووژل او ۳۲ نور يې ټپیان کړل.

دغه راز، د افغان سرتیرو د تلفاتو په اړه ښاغلي وفادار وویل، چي په دغو عملیاتو کې د اردو او پولیس پنځه سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

جنرال وفادار وايي چې د افغان هوايي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو د دافع هوا په ګډون هغه درنې وسلې چې په ۲ موټرو کې ځای پر ځای شوې وې هم له‌منځه وړل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د غورک ولسوالۍ د کندهار ښار په ۱۸۰ کلیو میترۍ کې پرته ده، چې له شمالي هلمند او د اروزګان ولایت له جنوب سره نښتې ده.

د کندهار غورک ولسوالۍ ته د هلمند له ګرشک ولسوالۍ څخه غځیدلی سړک، چي د ځايي خلکو د تګ راتګ یواځینې لار ده له تیر یو کال راهیسې په ماینونو پوښل شوی چي له امله يې دغې ولسوالۍ ته د خوراکي او نورو اړینو توکو لیږد رالیږد ستونزمن شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG