د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مقامات: د شینډنډ ولسوالۍ سقوط نه دی کړی


ارشیف
ارشیف

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرؤف احمدي امریکا غږ ته وویل چې نن سهار د دولت شاوخوا دیرش وسله والو مخالفینو د شینډنډ ولسوالۍ پر بازار برید وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او له څو ساعته جګړې او ماتې څخه وروسته له دغې ولسوالۍ څخه وتښتیدل.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د افغان ځواکونو په بشپړ کنټرول کې ده او هغه راپورنه یې رد کړل چې دغه ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې راغلې ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ایوب سالنګي نن پنجشنبې خبریالانو ته وویل "زه په ټول قوت د شینډنډ د ولسوالۍ یا بازار د سقوط خبر رد کوم".

دغه راز، د هرات د والي مرستیال اصیل الدین جامي له خبریالانو سره په خبرو کې پر شینډنډ ولسوالۍ د دولت وسله والو مخالفینو برید منلی او وايي چې اوسمهال په د دغې ولسوالۍ د بازار کنټرول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

د هرات د والي ویاند وویل " مخالفین د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي وو نو ځکه د افغان امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات له ستونزو سره مخ شوی دی".

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د شنیډنډ ولسوالۍ د دولت وسله والو مخالفینو نیولې ده.

د سیمې یو شمیر عیني شاهدان وايي چې په شینډنډ ولسوالۍ کې اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.

په دې برید کې تر اوسه دواړو خواو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزئیات ورکړل شوي نه دي.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دویمې لوا ځواکونه د پولیسو د مرستې لپاره شینډنډ ولسوالۍ ته استول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG