د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار شاولي کوټ کې د افغان پوځ لس سرتیري وژل شوي


په تیره یوه اونۍ کې وسله والو طالبانو په کندهار، زابل او ارزګان کې د افغان پوځ په مرکزونو بریدونه کړي دي.
په تیره یوه اونۍ کې وسله والو طالبانو په کندهار، زابل او ارزګان کې د افغان پوځ په مرکزونو بریدونه کړي دي.

تیره شپه وسله والو طالبانو د کندهار د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې د افغان پوځ په پوستو او د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ کې د افغان پولیسو پر پوستو پراخه عملیات کړي چې دواړو خواو ته په کې د سردروند زیان رسیدلی دی.

په کندهار کې د افغان پوځ پر یوه قرارګاه د وسله والو طالبانو په یو ستر برید کې د ملي اردو لس سرتیري او د وسله والو طالبانو اوولس وسله وال وژل شوي دي.

پېښه د کندهار په شمال ۷۰ کیلو میترۍ کې د ارغنداب او شاه ولي کوټ ولسوالیو ترمنځ د اڅکزو سوزنیانو په سېمه کې رامنځ ته شوې ده.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو مطبوعاتي مسئول تورن محمد صادق عیسی امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې سیمې ته افغان تازه دم ځواکونه رسیدلي او سیمه يې بیرته په خپل کنټرول کې راوستې ده.

تورن عیسی وويل " په پېښه کې موږ هم شهیدان لرو او هم ټپیان او دغه راز د وسله والو برید کونکو په وړاندې زموږ ځواکونه د فاع په حال کې وو نو برید کونکو ته هم درنه مرګ ژوله اوښتې خو کره شمېره يې به يې وروسته له رسنیو سره شریکه کړو".

خو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يوه لوړ پوړې امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د سوزنیانو په سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه په لوړ شمېر کې وسله والو طابانو د شپې پر ۱۱ بجو برید وکړ چې د سهار تر ۴ بجو پورې جګړې دوام در لود.

سرچینې زیاته کړه " له هلمند څخه د وسله والو طالبانو د سرې قطعې په نوم د وسله والو یوه ډله چې په درنو وسلو او د شپې په دوربینونو سمبال وه د سوزنیانو پر قرارګاه په برید کې ۱۱ تنه د ملي پوځ سرتیري او ۱۷ تنه هم وسله وال برید کونکې وژل شوي او د قرار ګاه پنځه نظامي وسایط يې هم له ځان سره وړې".

دغه سرچینه وايي چې په پېښه کې د افغان پوځ ۱۳ تنه نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې په دغه جګړه کې خپلو لسو سرتیرو وژل کیدل او د نهو نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي په جګړه کې یې وسله والو طالبانو ته هم د سر دورند زیان اړولی چې اوس هم لا د تیرې شپې د جګړې د دولسو وژل شوو وسله والو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پراته دي.

وسله والو طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته په لیږلي یوه بیان کې يې ادعا کړې چې په پېښه کې يې ۳۵ افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او ۴ تنه يې له ځان سره اسیران کړي دي.

خو افغان امنیتي مقامات دا ادعا نا سمه ګڼي.

د دې بریددوې ورځې مخکې وسله والوطالبانو په زابل کې د پوليسو پر امنیتي پوستوډله ایز بریدونه کړي ووچې دواړو لورو ته د درنې مرګ ژوبلې په اوړیدو د افغان ځواکونو له خوا په شا شوي دي.

همدا راز په روانه اونۍ کې وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت د مرکزشاوخوا ته پر یوې پوځي قرار ګاه هم ستر برید کړی وو، چې د افغان ځواکونو د مقاومت وروسته وسله وال طالبان په شا تګ ته اړ شول.

د بادغیس د قادس جګړې

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د تیرې شپې راهیسې د دغه ولایت د قادس په ولسوالۍ کې د " دره بوم"په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو پراخه بریدونه پیل کړي چې لړۍ یې نن ورځې ته هم غځیدلې ده.

د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه په دغه روانه جګړه کې دوه سیمه ایز پولیس وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی. همداشان ښاغلي بهاند وویل چې د افغان پوځ د سرتیرو یوه پوسته هم وسله والو طالبانو نیولې ده.

د بادغیس د والي ویاند وویل چې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زیان رسیدلی، خو هغهخپلو وسله والو مخالفانو ته د اوښتې سر د زیان دقیق شمیر څرګند نه کړ.

د باغیس ولایتي چارواکي وايي سیمې ته یې تازه دم ځواکونه استولي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې د " دره بوم " د ټولې سیمې د نیولو ادعا کړې او ویلي دي په روانه جګړه کې دولسوالۍ مقر ،لویه قرارګاه،قومانداني، دولسوالۍ بازار، او شاوخوا امنیتي پوستې د دغې ډلې وسله والو لاس ته ورغلي دي.

خو د بادغیس ولایتي چارواکي وایي، چې د " دره بوم " په نوم په دغه ولایت کې د ولسوالۍ تشکیلات نشته بلکې دا سیمه د قادس د والسوالۍ یوه برخه ده او د قادس ولسوالۍ لاهم د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG