د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د ارزګان کندهار د لارې ځیني پوستې پریښي


Kandahar Orozgan highway
Kandahar Orozgan highway

افغان امنیتي چارواکو امریکا غږ ته د ارزګان - کندهار ترمنځ د لويې لارې پر سر ځینو امنیتي پوستو څخه د پولیسو په شاتګ تائید کړی خو ویلي دي چې دوی په تکتیکي توګه په شاه تګ کړی دی.

د ارزګان د امنیت امر سمونوال رحیم الله خان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې امنیتي ځواکونه د لاسه وتلو سیمو د تصفيې لپاره نظامي عملیات تر لاس لاندې لري خو تر اوسه يې لا پيل کړي نه دي .

دا پوستې د نیش، میانشین او شاه ولي کوټ ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ترینکوټ - کندهار ترمنځ د لويې لارې د امنیت د ساتلو لپاره جوړې شوې وې.

که څه هم سمونوال رحیم الله خان د لاسه وتلوپوستو د شمیر له ښودلو څخه ډډه کوي خو دا مني چي له تیرې ورځې راهیسې افغان امنیتي ځواکونه له یو شمیر امنیتي پوستو څخه د جګړې د شدت او پروخت د مهماتو د نه رسیدو له کبله له خپلو اصلي ځایونو څخه لوړو او حاکمو نقطو ته تکتیکي شاه تګ کړی دی .

خو د ارزګان د امنیې قومندانۍ یوې سرچینې د ارزګان – کندهار ترمنځ افغان ځواکونو له لاسه د وتلو پوستو شمیر ۲۱ وښوده او وې ویل چې د ملي اردو یوه پوسته هم په دغو له لاسه وتلو پستو کې شامله ده.

خو طالبانو په یو بیان کې په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د تیرو دوو ورځو جګړو کې د ۲۷ امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې ده.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې په دغو دوه ورځنیو جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو د ۲۰ کارکوونکو د وژلو ادعا هم کړې ده.

خو د ارزګان امنیتي چارواکو په دغو نښتو کې هغوی ته د سر پیښ شوی زیان تائید کړی نه دی.

د کندهار – ارزګان ترمنځ د لويې لارې پر سر له تیرو ۲ ورځو راهیسې هیڅ تګ راتګ نه وو خو نن د سې شنبې په ورځ د عامو خلګو وسایطو ور باندې تګ راتګ پیل کړی دی.

ارزګان په مرکزي افغانستان کې پروت غرنی ولایت دی چي خپلې ټولې اړتیا وې له همدې یوازنۍ لارې څخه له کندهار ولایت څخه اکمالوي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG