د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار ولایت درقد ولسوالۍ طالبانو نیولې


درقد ولسوالۍ د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې د امو د سیند پر غاړه پرته ده
درقد ولسوالۍ د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې د امو د سیند پر غاړه پرته ده

د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې دا لرې پرته ولسوالي سهار وختي طالبانو نیولې ده.

د تخار ولایت د امنیې قوماندان ویاند عبدالخلیل اسیر وایې چې په سیمه ییز وخت سهار وختي ۵ بجې طالبانو پر دغه ولسوالۍ برید کړی او د ولسوالي انګړ یې ترخپل تصرف لاندې راستی.

خلیل اسیر وایې چې په دغه ولسوالۍ کې په کافي اندازه پولیس او محلي پولیس موجود و مګر د مشخص تعداد په اړه یې ناخبري ښوده.

هغه زیاتوي چې پولیس د درقد د بیرته نیولو لپاره منظم کیږي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وایې چې په درقد ولسوالۍ له ۲۰۰ څخه زیات ملي او محلي پولیس موجود وو، مګر د دشت ارچي ولسوالۍ طالبان هم تخار ته اوښتي او پر درقد یې ډله ییز برید کړی.

تیمور وایې چې پر ولسوالۍ په جګړه کې ۵ تنه محلي پولیس وژل شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د درقد د ولسوالۍ د نیولو په جګړه کې دولس افغان پولیس وژل شوي دي.

همداشان طالبانو ویلي چې په دغه جګړه کې د دوی دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې د امو د سیند پر غاړه پرته یوه ولسوالۍ ده چې د کوکچې سیند دا ولسوالۍ د تخار له نورو سیمو جلا کوي.

د کندز د دشت ارچې ولسوالۍ

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د کندز د دشت ارچې ولسوالۍ تیره ورځ افغان امنیتي ځواکونو په بشپړه توګه نیولې ده.

په کندوز کې د ملي اردو د دویمې لواء له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات تیره ورځ ناوخته پیل شول چې په نتیجه کې يې د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال معاون ملا عبدالرحیم په ګډون ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

اعلامیه کې لیکل شوي چې د دشت ارچي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ساحه د افغان ځواکونو تر تسلط لاندې راغلی ده، د دشت ارچي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ هغه مهال طالبانو له بنسټه نړولې وې چې په لومړي ځل یې پنځه میاشتې وړاندې ددغې ولسوالۍ مرکز نیولې و.

اعلامیه زیاتوي چې افغان ځواکونو ته په دغو عملیاتو کې زیان نه دی اوښتې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG