د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ هم طالبانو ونیوه


د کندوز ولایتي چارواکي وایي چې دشت ارچي او چهار درې د ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره به ژر اقدامات پیل شي
د کندوز ولایتي چارواکي وایي چې دشت ارچي او چهار درې د ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره به ژر اقدامات پیل شي

په کندوز کې ولایتي چارواکي وایي چې د چهاردرې د ولسوالۍ وروسته نن اته بجې د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ هم طالبانو نیولې ده.

د کندوز د والي معاون حمد الله دانشي امریکا غږ ته وویل چې په دشت ارچي ولسوالۍ باندې له پرون راهیسې جګړه روانه وه، او نن سهار ترې د ولسوالۍچارواکي وتلي دي.

هغه زیاته کړه چې پخوا هم د دشت ارچي له مرکز او د قرلق کلي پرته ټوله سیمه د طالبانو په ولکه کې وه.

د کندوز د والي معاون وویل چې په جګړه کې د ولسوالۍ چارواکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

له سیمې څخه یو تن چې ځان د وسله والو طالبانو مطبوعاتي مسول ګڼي وایې چې نن سهار یې د ۱۲ امنیتي پوستو له نیولو وروسته د دشت ارچي ولسوالۍ هم ونیوله هغه ویل چې د طالبانو له خوا ددغې ولسوالۍ لپاره ولسوال او د امنیې قوماندان هم وټاکل شو.

طالبانو د شنبې په ماښام له یوې جګړې وروسته کندوزد چهاردرې ولسوالۍ هم په خپله ولکه کي راوستې وه.

تراوسه د دشت ارچې د ولسوالۍ په جګړه کې دواړو خواو ته د ځاني تلفاتو په باب راپور نه دی ورکړل شوی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG