د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بادغیس د ولایت د جوند ولسوالۍ نیولې ده


د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ ددغه ولایت له مرکز قلعه نو څخه ۱۳۵ کیلو متره فاصله لري.

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ ددغه ولایت له مرکز قلعه نو څخه ۱۳۵ کیلو متره فاصله لري.

د بادغیس په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي چې تیره شپه طالبانو ددغه ولایت د جوند په ولسوالۍ برید کړی او دا ولسوالۍ یې د افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولې ده.

د بادغیس ولایت د ولایتي شورا رئیس بهاالدین قادسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د جوند ولسوالۍ تیره شپه دوه بجې د افغان امنیتي ځواکونو له واکه وتلې او اوس د افغان حکومت د مخالفو وسله والو په لاس کې ده.

قادسي وايي چې د شنبې په ماښام نږدې زرو وسله والو دا ولسوالۍ محاصره کړه او د محاصرې سره سم یې په ولسوالۍ کې په میشتو افغان امنیتي ځواکونو جګړه پیل کړه، چې له اتو ساعتونو جګړې وروسته مخالفو وسله والو دا ولسوالۍ ونیوله.

ښاغلي قادسي وویل "د شپې په دوو بجو د جوند ولسوالۍ سره اړیکې پرې شوي دي او دا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده او د ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو قرارګاه هم د هغوی په لاس کې ده ، یو شمیر امنیتي ځواکونه شپې د ولسوالۍ ختیځ ته په شا تللي دي چې د دښمن په محاصره کې دي د ولسوالۍ له مرکز سره هیڅ ډول اړیکې نشته چې څه یې کړي دي او هغوی ته څه پیښ شوي دي ".

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالعزیز بیګ وایي چې د دغې ولسوالئ ولسوال او امنیه قوماندان له ولسوالۍ بهر لس کیلو متره وړاندې یو کلي ته تللي چې د مخالفو وسله والو تر محاصرې لاندې دي.

ښاغلی بیګ وایي چې که ژر دغې سیمې ته افغان امنیتي ځواکونه و نه رسیږي نو د دې امکان ډیر دی چې هغه سیمه ایز چارواکي چې په محاصره کې دي د مخالفینو په لاس به ووژل شي.

ښاغلي بیګ وویل "دوه درې ورځې کیږي چې د جوند ولسوالۍ د دښمن په محاصره کې ده او مخالف وسله وال د جګړې لپاره چمتوالی نیوه کله چې له دغې مسلې خبر شوم سیمه ایزو چارواکو ته مې اطلاع ورکړه تر څو تر سلو امنیتي ځواکونه دغې سیمې ته ولیږي ترڅو په ولسوالۍ کې د میشتو ځواکونو مورال لوړ شي او ورسره مرسته وکړي نو متاسفانه چې پاملرنه یې ونه کړه او تیره ماښام اوه بجې له څلورو خواوو په ولسوالۍ جګړه پیل شوه او د شپې په دوه بجو اړیکې پرې او ولسوالۍ له لاسه ووته او اوس امنیتي ځواکونه د دښمن په محاصره کې دي ".

خو د بادغیس ولایت د والي ویاند میرویس میرزکوال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې که څه هم تیره شپه دوه بجې د ولسوالۍ سره د مرکز اړیکې پرې شوي وې خو نن سهار بیرته د ولسوالۍ او مرکز ترمنځ اړیکې بیرته ټینګې شوي دي.

میرزکوال وویل چې اوس هم د جوند په ولسوالۍ کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو سره د افغان امنیتي ځواکونو جګړه لا روانه ده.ښاغلي میرزکوال وویل وویل چې ولسوالۍ ته افغان کوماندو ځواکونه چې هوایي ملاتړ هم لري رسیدلي دي.

طالبانو په یو بیان کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي دي چې دا ولسوالۍ یې تیره شپه نیولې ده.

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ ددغه ولایت له مرکز قلعه نو څخه ۱۳۵ کیلو متره فاصله لري.

دا ولسوالۍ د بادغیس ولایت تر ټولو د زیات نفوس لرونکې ولسوالۍ ده چې ددغه ولایت د چارواکو په وینا په کې تر لس زرو پورې کورنۍ میشتې دي.

XS
SM
MD
LG