د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بیا د هلمند خانشین ولسوالۍ ونیوله


نږدې یوه میاشت وړاندې افغان ځواکونو دا ولسوالۍ له طالبانو نیولې وه

نږدې یوه میاشت وړاندې افغان ځواکونو دا ولسوالۍ له طالبانو نیولې وه

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو تیره شپه د دغه ولایت د خانشین په ولسوالۍ پراخه بریدونه پیل کړل چې له امله یې افغان امنیتي ځواکونه نن سهار نهه بجې د دغې ولسوالۍ مرکز پریښودلو ته اړ شول او د دوهم ځل لپاره دا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغله.

په هلنمد ولایت کې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته د خانشین ولسوالۍ له مرکز څخه د افغان امنیتي ځواکونو وتل تائید کړل، خو په دې اړه یې د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

همداشان ددغه ولایت یو بل لوړپوړي امنیتي چارواکي هم د خانشین ولسوالۍ له مرکز څخه د نرګیټ په سیمې کې د افغان امنیتي ځواکونویو پوځي مرکز ته د افغان ځواکونو په شا کیدل تائید کړي دي.

دغه چارواکي هم د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې ژر به د خانشین د ولسوالۍ د مرکز د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل شي.

افغان امنیتي چارواکي وایي، په جګړه کې دواړو خواو ته د سر زیان رسیدلی، خو تر اوسه یې دقیق شمیر څرګند شوی نه دی.

د رپوټونو له مخې تیره شپه د سرې قطعې په نوم د طالبانو په سلګونو وسله والو د خانشین په ولسوالۍ عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې نن دا ولسوالۍ د هغوی لاس ته ورغله.

افغان امیتي ځواکونو نږدې یوه میاشت وړاندې د خانشین سرحدي ولسوالۍ له طالبانو څخه نیولې وه.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د خانشین ولسوالۍ نیول تائید کړي او ویلي دي چې په دغه جګړه کې یې افغان ځاکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د کنډک دښتې ته په شا شوي دي.

طالبانو په خپل دغه بیان کې ویلي چې دوه زرې وسایط یې سوزولي او څلور نور زرې وسایط او دوه رنجنر موټړ هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG