د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ نیولې ده


یمګان ولسوالي یو ځل وړاندې هم طالبانو نیولې وه، چې دری ورځې وروسته بیرته دولتي قواو ونیوله.
یمګان ولسوالي یو ځل وړاندې هم طالبانو نیولې وه، چې دری ورځې وروسته بیرته دولتي قواو ونیوله.

نن شنبه سهار پنځه بجې پر یمګان ولسوالۍ باندې له درېو خواو طالبانو برید کړې، چې له څه مقاومت وروسته طالبانو دغه ولسوالي نیولې ده.

د بدخشان د ولایت سرپرست شاه ولي الله ادیب وايې چې د یمګان پر ولسوالۍ باندې تقریبا ۲۰۰ تنو مخالفو وسله والو برید کړی چې داخلي او خارجي جنګیالي په کې شامل وو. خو ددوي قواې د ولسوالۍ له مرکز څخه ۲ کیلومتره شاته تللي او دوي منتظر دي چې هوایي مرسته ورته ورسیږي تر څو بیرته ولسوالۍ په خپله ولکه کې واخلي.

هغه وایې چې په دغه جګړه کې اته تنه مخالف وسله وال طالبان وژل شوي چې خارجي جنګیالي هم په کې دي.

ادیب وایې چې ددوي پولیس د مخالفینو په مقابل کې مجهز وو خو هوایي مرسته ورته په وخت نه ده رسیدلې.

نوموړی زیاتوي چې په یمګان او ګاونډیو ولسوالیو کې تر ۱۸۰ تنو پورې خارجي جنګیالي اتباع په جګړو کې ګډون کوي.

یمګان ولسوالي یو ځل وړاندې هم طالبانو نیولې وه، چې دری ورځې وروسته بیرته دولتي قواو ونیوله. دا دویم ځل دی چې طالبان د یمګان پر ولسوالۍ برید کوي او تر خپلې ولکې لاندې يې راولي.

له دې پرته د کران منجان ولسوالۍ هم یو ځل د طالبانو په لاس سقوط شوې وه.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG