د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان د وانت وايګل ولسوالي طالبانو ونيوله


د نورستان د وانت وايګل ولسوالي دمخه هم د طالبانو لاس ته ورغلې وه چې بیا افغان ځواکونو له طالبانو بیرته ونیوله.
د نورستان د وانت وايګل ولسوالي دمخه هم د طالبانو لاس ته ورغلې وه چې بیا افغان ځواکونو له طالبانو بیرته ونیوله.

د نورستان د وانت وایگل په ولسوالۍ کې تېره ورځ سهار وختي جګړه پيل شوې وه او ددې ولسوالۍ ولسوال ‌رحمت الله رحمتي امريکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې جګړې نن سهار وختي زور واخست او اوه بجې ولسوالي طالبانو ونيوله.

دا په داسې حال کې دي چې د نویو رپوټونو له مخې لا هم هلته جگړه روانه ده او حکومتي ځواکونو ادعا کړې چې له اوه ساعته سقوط وروسته یې د وانت وایگل ولسوالي بریته نیولې ده.

ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي نن سهار د امريکا غږ ته ویلي وو چې لا هم سخته جګړه روانه ده او دواړو غاړو ته درانه تلفات اوښتي خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې د وانت وايګل ولسوالۍ په نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ‌ده.

د وانت وايګل ولسوال رحمت الله رحمتي هم امريکا غږ ته وويل چې د مرګ ژوبلې کره معلومات نه شته خو طالبانو د سیمې د اوسیدونکو لسګونو کورونو ته اور اچولی او يو شمېر ملکي وګړي یې وژلي دي.

ولسوال رحمتي وايي په سيمه کې حالت خطرناک دي او که په عاجله توګه دغې ولسوالۍ شاوخوا کې میشتو افغان امنیتي ځواکونو ته هوايي ملاټړ ور ونه رسیږي نو د دې امکان شته چې د طالبانو په وړاندې په جکړه کې بوخت افغان امنیتي ځواکونه د ناوړه سرنوشت سره مخ شي.

‌رحمت الله رحمتي وايي چې ګڼ شمېر پوليس په سيمه کې بې درکه دي چې ځينې يې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازی احمد الله مواحد امريکا غږ ته وويل, چې له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې پوليس یا وژل شوي یا ټپيان شوي او يا هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ښاغلی مواحد وايي, تر اوسه سيمې ته مرستندويه قوه نه ده رسېدلې او که حالت همداسې دوام وکړي نو ګڼ خلک به خپل ژوند وبايلي.

طالبانو ويلي چې ولسوالي يې د شپاړسو پوستو سره نيولې او ګڼ حکومتي سرتيري يې وژلي دي.

تر اوسه په خپلواکه توګه د دغې جګړې او په جګړه کې د مرګ ژوبلې په باب د ورکړل شویو راپورونو سپیناوی نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG