د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د چورې په ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه قرارګاه نیولې ده


د ارزګان د چورې په ولسوالۍ کې دا قرارګاه له اوږدې مودې د وسله والو طالبانو په محاصره کې وه.
د ارزګان د چورې په ولسوالۍ کې دا قرارګاه له اوږدې مودې د وسله والو طالبانو په محاصره کې وه.

د ارزګان په ولایت کې امنیتي سرچینې وايي چي تیره شپه تر یوې اوږدې محاصرې وروسته د ملي اوردو ۴۱ تنه سرتیري له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د ارزګان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې په چوره ولسوالۍ کې د مشعل په نوم د ملي اوردو یو کمپ چې ۴۱ سرتیري پکښې موجود وو، تیره شپه له خپلو وسلو او وسایطو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

خو دغې امنیتي سرچینې وویل چې د ملي اردو دا منسوبین د یوې " دوامداره محاصرې وروسته دغه اقدام ته اړ شوي دي ".

د ارزګان په ولایت کې په تیرو دوو اونیو کې دا د امنیتي سرتیرو درییمه قرار ګاه ده چې د امکاناتو د نشتون او دوامداره محاصرې څخه وروسته له وسله والو سره یو ځای کیږي .

په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت وایي د چورې ولسوالۍ ته یې د حالاتو د ارزولو لپاره یو پلاوی استولی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پلاوي د ارونې وروسته به د جورې ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو کنډک د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

طالبانو په یوه ویډیوي پیغام کې د دغې قرارګاه نیول تائید کړي او ویلي دي چې د دغې قرارګاه په نیولو سره به اوس طالب وسله وال په اسانه توګه د چوره ولسوالۍ ته تګ راتګ وکړي.

دا امیتي قرارګاه د جورې ولسوالۍ په لویه لاره د لویې لارې د امنیت د ساتلو لپاره ځای په ځای شوې وه.

کندهار کې د ځانمرګی برید مخنیوی شوی

په کندهار کې یو ځانمرګی برید کونکی هدف ته تر رسیدو مخکې پولیسو نیولی .

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ ته وويل چې برید کونکی یو ۲۵ کلن ځوان دی او د پاکستان د بلوچستان د ایالت د کویټې په یوه دولتي ښوونځي کي يې زده کړي کړي دي .

ښاغلي دراني وویل " پولیسو د پټو معلوماتو له مخې د ښار په ۱۴ حوزه کې برید کونکی پداسې حال کې ونیو چې د برید لپاره يې په یوه کور کې چمتوالی نیوه ".

تیره ورځ یوه بل ځانمرګي برید کونکي د کندهار په نهمه حوزه کې د پوليسو پر یوه منصبدار برید وکړ چي یو پوليس پکښې ووژل شو او ۶ تنه نور پکښې ټپیان شول په ټپیانو کې دوه ملکي وګړي هم شامل دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG