د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: ملا محمد عمر پر ملکيانو د حملو امر کړی


ناټو: ملا محمد عمر پر ملکيانو د حملو امر کړی

ناټو: ملا محمد عمر پر ملکيانو د حملو امر کړی

ناتو وايي، د طالبانو مشر ملا عمر خپلو جگړه مارو ته ویلي دي چې ملکیان ووژني. دغه حکم د هغه د تیرو احکامو په خلاف بلل شوی دی.

ناتو د یکشنبې په ورځ په یوه خپره شوې وینا کې وايي، دوی د ملاعمر هغه خبرې ثبتې کړي چې د جون په میاشت کې یې خپلو ټوپکوالو ته کړي دي. ناتو وايي ده خپلې جنگې ډلې ته ویلي دي هغه خلک ووژني چې د ناتو یا د افغانستان د حکومت سره کار کوي او همدارنگه هغه ښځې ووژني چې د ائتلاف قواوو ته معلومات ورکوي.

ددغه ادعا په مقابل کې د طالبانو مشرانو تر اوسه څه عکس العمل نه دي ښودلي. د تیر کال په نومبر کې ملاعمر خپلو جنگیالیو ته ویلي وو چې د حکومت او بهرنیو اهدافو باندې د حملې په وخت کې د ملکیانو د ژوند

خیال وساتي.

ناتو د کابل د نننۍ چاودنې پړه د طالبان په غاړه اچولې. په دې حملې کې درې تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG