د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پکتیا د شپږو ولسوالیو لارې ټړلې دي


څو میاشتې وړاندې هم طالبانو دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه
څو میاشتې وړاندې هم طالبانو دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه

د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل امريکاغږ ته وويل، طالبانو د دغې لويې لارې په ياده شوې سيمه کې ماينونه خښ کړي او دغه راز يې ځينې پلچکونه هم په بمونو الوزولي دي.

ښاغلي منګل وويل "د دې لارې په تړل کېدو سره د پکتيا د احمدخېلو، اريوب ځاځيو،
ډنډپټان، جاني خېل، لژه منګل او څمکنيو ولسواليو له مرکز ګردېز سره د ترافيکو تله راتله بند شوي دي".

تاج محمد منګل زياته کړه، طالبان غواړي، د ډله ييزو بريدونو په ترسره کولو سره يادو شويو ولسواليو ته سقوط ورکړي او سيمې ته د مرستندويه ځواکونو مخه ونيسي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې له مرکز ګردېز څخه امنيتي ځواکونه په خپل وخت سيمې ته ونه لېږل شي، ښايي ډېر ژر دغه سيمه په بشپړ ډول د حکومت له لاسه ووځي.

هغه زياته کړه "طالبانو له ډېر پخوا راهيسې د جاني خېلو او څمکنيو ولسواليو په غرونو کې ځانونه سره منسجمول. داسې ښکاري، چې دوی د ځينو ډلهييزو بريدونو ترسره کولو پلان لري".

د سيمې اوسيدونکي وايي، چې د تړل شوې لارې داوړو غاړو ته سلګونه موټر ولاړ دي او زياتوي، که لاره ژر خلاصه نشي، د يادو شپږو ولسواليو خلک به له ډېرو مشکلاتو سره مخ شي

دوی دغه راز وايي، چې طالبانو د لارې په تړل شوې سيمې شاوخوا کې کمين هم نيولی، چې د حکومتي سرتېرو د ورتګ مخه يې نيولې ده.
خو د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل امريکاغږ ته وويل، چې سيمې ته يې مرستندويه امنيتي ځواکونه لېږلي، څو پرسړک خښ شوي ماينونه لرې او لاره پرانيزي.

قوماندان اورياخېل زياته کړه "له دغې لارې د طالبانو هدف دا دی، چې په ځينو ولسواليو کې پر حکومتي تاسيساتو وسله وال بريدونه وکړي او امنيتي سرتېرو ته مرسته ور نه رسېږي".

په همدې حال کې طالبانو ويلي، چې ياده لار يې د خپل جنګي تاکتيک له مخې تړلې او زياتوي، کيدای شي، تر ناڅرګندې مودې پورې تړلې وي.

تر دې مخکې هم څو ځله وسله وال طالبانو ياده شوې لار په ځينو برخو کې تړلې او ځينې حکومتي مامورين يې له ځان سره بيولي، چې زياتره يې وژلي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG