د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په جلریز کې د کابل بامیان لویه لاره بنده کړې ده


د کابل او بامیان ترمنځ یوه بله لار د پروان ولایت نه تیریږي چې لا هم د ټرافیکو پرمخ خلاصه ده

د کابل او بامیان ترمنځ یوه بله لار د پروان ولایت نه تیریږي چې لا هم د ټرافیکو پرمخ خلاصه ده

د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د جلریز د ولسوالۍ په امنیتي پوستو د مخالفو وسله والو د پنجشنبې د ورځې د یو ډله ایز برید وروسته د کابل بامیان لویه لاره چې له دغې ولسوالۍ څخه تیریږي د تیرې ورځې راهیسې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د جلریز په ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو د تیرې ورځې د ډله ایز برید وروسته نن دغې ولسوالۍ ته تازه دم ځواکونه رسیدلي او د مخالفو وسله والو څخه د سیمې د پاکولو عمیلیات پیل شوي دي.

ښاغلي خوږیاڼي وویل " کابل بامیان لویه په جلریز کې د تصفیوي عملیاتو د دوام له امله نن هم د ټرافیکو پرمخ تړلې ده، په دغه لاره د پرتو پوستود بیرته ځای په خای کیدلو وروسته به دا لار د ټرافیکو پرمخ پرانستل شي".

د میدان وردک ولایت د والي ویاند وویل، وسله والو مخالفینو د ډله ییز برید په ترڅ کې غوښتل چې د کابل بامیانو پر لویه لاره تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په ترڅ کې جګړه رامنځته شوه.

ښاغلي خوږګیاڼي وویل چې په دغه سیمه کې په روانه جګړه کې د مخالفو وسله والو د دریو سیمه ایزو قوماندانانو په ګډون دیرش مخالف وسله وال وژل شوي او اتلس نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند وویل چې په دغه جګړه کې اتلس سیمه ایز پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

همداشان د میدان وردک د ولایت دغه چارواکی وایي چې سیمه ایزو ځواکونو له دوه امنیتي پوستو هم تکتیکي په شاتګ کړی دی.

خو د میدان وردک د ولایتي شورا چارواکي وایي چې د جلریز د ولسوالۍ په روانو نښتو کې افغان امنیتي ځواکونو د دغې ولسوالي په مربوطاتو کې د کابل بامیان د لارې د ساتلو لپاره ټولې پوستې له لاسه ورکړي دي.

دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس احمد جعفري نن یو خبرې کنفرانس ته په وینا کې وویل په دغه سیمه کې د طالبانو د شتون له امله دا لاره لاهم تړلې ده.

ښاغلي جعفري وویل "د څلورویشت ساعتونو جنګ وروسته یوازې په دوه هلیکوپترونو کې د ملي اردو یو شمیر سرتیري د جلریز د ولسوالۍ په مرکز کې د دغې ولسوالۍ د سقوط د مخنیوي لپاره ځای په ځای کړي او د مسولینو د وعدو پر خلاف هیڅ نور ځواکونه د طالبانو په شاوهلو لپاره سیمې ته نه ده لیږدول شوې، له بده مرغه چې لویه لار د طالبانو په کنټرول کې ده ".

د میدان وردک د ولایتي شورا رئیس دغه ولایت د چارواکو پر خلاف په جګړه کې سیمه ایزو پولیسو ته د سر زیان هم زیات ښیي او وایي چې د جګړې وروسته تر دیرشو پورې د سیمه ایزو پولیسو حال څرګند نه دی.

طالبان وایي چې د جلریز په جګړو کې یې د افغان ځواکونو څخه څوارلس پوستې نیولي دي.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې په دغو جګړو کې تر دیرشو پورې افغان پولیس وژل شوي دي.

طالبانو به دغو جګړو کې د خپل یو وسله وال وژل او دوه نورو ټپي کیدل منلي دي.

همداشان مجاهد په سیمه کې د طالبانو له خوا د افغان پوځ د یو هلیکوپتر د نسکوریدو ادعا هم کړې ده.

د میدان وردک ولایت ویاند ښاغلی خوږیاڼی که څه هم د جلریز د ولسوالۍ په مرکز کې نن سهار د یو هلیکوپتر بیړنۍ ناسته تائیدوي خود هلیکوپتر د رانسکوریدو په باب د طالبانو دا ادعا ناسمه بولي.

ښاغلی خوږیاڼی وایي چې د تخنیکي عوارضو د رفع کیدو وروسته دا هلیکوپتر بیرته کابل ته ستون شوی دی.

د کابل او بامیانو ترمنځ یوه بله لاره هم شته چې د پروان ولایت له لارې دا دواړه ولایتونه یو د بل سره نښلوي.

د جلریز په لویه لاره د امنیتي ستونزو له امله زیات شمیر مسافر د کابل او بامیانو ترمنځ د پروان ولایت له لارې تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG