د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پرخپلې ډلې د ملګروملتونو د بندیزونو غځول غندلي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ پر طالبانو ددغې شورا بندیزونه د ۱۸ نورو میاشتو لپاره وغځول.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ پر طالبانو ددغې شورا بندیزونه د ۱۸ نورو میاشتو لپاره وغځول.

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند هغه څرګندونې غندلي چې پر طالبانو باندې یې د ملګروملتونو د بندیزونو د دوام د پریکړه لیک هرکلی کړې و.

قاري احمدي د ملګروملتونو له خوا د بندیزونو اوږدول په افغانستان کې د سولې د هڅو پر وړاندې د یو خنډ په توګه یاد کړی دی.

همداشان ښاغلي احمدي په افغان حکومت کې دننه او بهر د سولې ضد شعارونه، د جګړې د دوام په اړوند په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو وروستني تحرکات او په ځانګړي ډول د هلمند په جګړه کې د برتانوي عسکرو ګډون او د داعش وسله والو سره د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو د مرستې په باب نا تائید شویو راپورونو خپریدل په لوی لاس د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو د هڅو په توګه یادې کړي دي.

طالبانو رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د اوږدۍ مودې لپاره د پاتې کیدو نیت لري نو ځکه دوی به هم د هغوی پر وړاندې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

امنیت شورا پریکړه لیک

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په خپله غونډه کې پر طالبانو ددغې شورا له خوا لګیدلي بندیزونه د ۱۸ نورو میاشتو لپاره وغځول.

دا بندیزونه چې د ۲۰۰۱ په پای کې پر طالبانو لګول شوي په کې په یو شمیر طالب چارواکو د سفر او د هغوی په مالي سرچینو بندیزونه شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې هرکلی کړی وو او پر دغې ډلې یې د نورو بندیزونو غوښتنه هم کړې وه.

د سولې عالي شورا دریځ

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي دا شورا به د ملګروملتونو د امنیت د شورا څخه دهغو طالبانو دچارواکو د بندیزونو له لیست څخه د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د سولې په بهیر کې شاملیدل غواړي.

ددغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار امریکا غږ ته وویل چې پخوا هم دغې شورا دې مسلې په باب ورته کړنه لرله.

ښاغلي قاسمیار وویل "د سولې په عالي شورا کې چې کومه پالیسې مخکې هم پرې عمل شوی وو دا وه چې د مخالفو وسله والو هریو چې یعنی د دوی له مشرتابه څخه چې نومونه یې د ملګروملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لیست کې دي، هغوی د سولې بهیر سره یوځای شي او همکار شي نو په رسیمي توګه غوښتنه کوو چې د هغوی نومونه د تورلیست څخه وایستل شي، لکه چې د طالبانو یو شمیر لویان همدا اوس د سولې په عالي شورا کې د غړو په توګه کارکوي او په افغانستان کې دي".

محمد اسمعیل قاسمیار د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت د سلاکار د وروستیو څرګندونو په باب چې ویلي دي، د بلې عیسوي میاشتې په لومړیو کې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو لپاره ځای او نیټه وټاکي، شک څرګند کړ او وې ویل چې په افغانستان کې د نورو کلونو پرخلاف حتی د ژمي په موسم کې هم جکړو زور اخیستی دی.

ښاغلي قاسمیار وویل " د سړي باور ټکنی کیږي چې ایا په پاکستان کې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو لپاره دې کومه جدي لیوالتیا موجوده وي ".

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز چهارشنبې په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان د پوځ مشر به د روانې عیسوي میاشتې تر پایه کابل ته لاړشي.

ښاغلي عزیز وویل "زه فکر کوم چې د پاکستان، افغانستان، چین او متحده ایالاتو له چارواکو جوړې کمیتې ملاقات به د جنوري په لومړۍ اونۍ کې وشي. دا کمیته به د افغانستان د سولې خبرو اترو او پریکړو باندې خبرې وکړې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به ترسره کیږي."

ښاغلي عزیز وویل چې د څلورو هیوادونو جوړه کمیټه به د سولې په پروسې د څار یو میکانیزم هم رامینځته کړي.

XS
SM
MD
LG